د لاس رسي وړ اتصالات

د کاندیدانو د استازو پرته د رائیو پلټنه دوام مومي


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو په خپلواکه کمیسیون کې خبریالانو ته وویل چې کمیسیون به نن د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو د استازو د شتون پرته د رائیو پلټنې ته دوام ورکړي.

ښاغلي هوتکي د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې خبریالانو ته وویل چې ملګرو ملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما د غوښتنې له مخې د ټاکنو خپواک کمیسیون دا منلي ده چې د رایو د پلټنې بهیر دې د دواړو کاندیدانو د استازو د شتون پرته پرمخ یوړل شي.

ښاغلي هوتکي وویل چې دا بهیر به د ملګرو ملتونو او نړیوالو څارونکو تر څارنې لاندې په ډیر دقیق او شفافه توګه پرمخ یوړل شي.

ملګرو ملتونو د کاندیدانو د استازو په نشتون کې د رائیو د پلټنې بهیر د پرمخ وړلو په باب دا وړاندیز وروسته له هغې وکړ چې د سه شنبې په ورځ د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د پلټنې د بهیر او په ځانګړې ډول د رائیو د باطلولو په برخه کې د نن سهاره پورې د ملګرو ملتونو له خوا د دوی وړاندیزونو د نه منلو په صورت کې د پلټنې د بهیر سره کاري پریکون اعلان کړ .

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وايي د پلټنې د بهیر نه ددغه ټیم د استازو د وتلو په باب یې د ملګرو ملتونو غوښتنه منلي ده.

ددغه ټیم د تخنیکي کمیټې رئیس داود سلطانزوی خبریالانو ته وویل چې دغه ټیم د پلټنې د بهیر نه د وتلو سره د موافقې لپاره د رائیو شفافیت په برخه کې ملګرو ملتونو ته شرطونه هم وړاندې کړي دي.

ښاغلي سلطانزوی وویل چې که ددغه ټیم د څارونکو په نه شتون کې د پلټنې په برخه کې د افغانستان د ملي ګټو په خلاف یو کوچنۍ کړنه هم ولیدل شي دغه ټیم ته به د منلو نه اوسې.

د ډیرو هڅو سره سره د ملګرو ملتونو د نوی وړاندیز په باب د عبدالله عبدالله د ټیم دریځ تر لاسه نه شو. خو دمخه ددغه ټیم د تخنیکي کمیټې رئیس فضل احمد معنوي د سه شنبې په ورځ خبریلانو ته ویلي و چې تر هغه چې ددغه ټیم غوښتنې ونه منل شي دوی به د پلټنې بهیر ته ورستانه نه شي.

نن د جهارشنبې له سهاره د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم استازي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د رائیو د پلټنې لپاره نه دي ورغلي چې ورسره د رائیو د پلټنې کار هم تر نن غرمې پورې دریدلی دی.

د ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیم وایي چې ددغه ټیم استازي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته نه دي ورغلي.

د سه شنبې په ورځ د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم د تخنیکي کمیټې رئیس فضل احمد معنوي د رائیو د پلټنې او د باطلولو په بهیر کې د ملګرو ملتونو له خواد دغه ټیم غوښتنو ته د نه پاملرنې ادعا وکړه.

"هغه وویل که تر سبا سهاره پورې زمونږ معقولې غوښتنې و نه منل شي، او دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو زه دلته په ډاګه وايم، چې سر له سبا به بیا مونږ په تفتیش کې نه یو، تحریم ورسره اعلانوو، دا چې بیا یې ملګري ملتونه، کمیسیون یا مقابل ټیم دا پروسه پرمخ وړي مونږ پورې ارتباط نه نیسي".

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم د ادعا له مخې د رائیو د پلټنې کوم چک لست چې د بهیر د پیل د مخه دوی سره شریک شوی و، د پلټنې په وخت پرې عمل نه دی شوی.

همداشان ښاغلي معنوي د رائیو د پلټنې په بهیر کې د رائیو د یو شمیر هغو محلونو شاملول چې د هغه په وینا د افغانستان امنیتي ادارو د بندو محلونو په ډله شمیرلي وو او هم په سپینو پایلو د کاندیدانو د استازو لاسلکونه او دې ته ورته په لسګونو نورې مسلې د پلټنې د بهیر نه د خپل ټیم د وتلو لپاره خبریالانو ته یاد کړل.

دمخه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو د هیت دفتر یوناما د رائیو د پلټنې د بهیر نه د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د وتلو د ګواښ وروسته ویلي وو چې د رائیو د پلټنې بهیر به ددغه ټیم د حضور پرته هم دوام مومي.

خو هم ملګرو ملتونو او هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د یو کاندید د استازو د ګډون پرته به هم د پلټنې کار ته دوام ورکړي.

په کابل کې د یوناما یو ویاند نظیف الله سالارزي امریکا غږ ته وویل چې د رایو د پلټنې روان بهیر د افغانستان د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو په غوښتنه پیل شوی او دغو دواړو کاندیدانو د جولای په ۱۲ او د اګست په ۸ په علني توګه ددغو روانو پلټنو د پایلو د منلو ژمنه کړې ده.

ښاغلی سلارزی وایي ″که چیرته یو انتخاباتي کمپاین دا غوره وګڼي چې ددوی په غوښتنه دا لویې بهیر چې دوام لري د هغې په نتیجه کې برخه وانه خلي نو ملګري ملتونه، کورني او نړېوال څارونکي به خپل ګډون پراخ کړي ترڅو د دې پروسې هغه دوامداره اعتبار تضمین شي.″

د رایو د باطلولو لړۍ دوام مومي

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د رائیو د باطلولو په کړنلاره د کاندیدانو د ټیمونو د نیوکو سره سره به دا بهیر دوام ومومي او نن به په یوه بله غونډه کې د رائیو د یو شمیر نورو پلټل شوو محلونو په باب پریکړه وکړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یو بیان کې ویلي چې په پام کې ده د رائیو د باطلولو په باب دوهمه علني غونډه نن دوه بجې د ټاکنو په کمیسیون کې د کاندیدانو د استازو او نړیوالو او افغان څارونکو په مخ کې جوړه شي.

دمخه د کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو یوه غوښتنه داوه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رائیو د باطلولو په باب د پریکړو د اعلان دمخه د باطل شوو محلونو په باب معلومات دوی سره نه وو شریک کړي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې دا ځل یې ددغو محلونو په باب معلومات د کاندیدانو د ټیمونو سره شریک شوی دي.

XS
SM
MD
LG