د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: پاکستان د شاه سلیم کوتل بیا پرانستی


د افغانستان ملي امنیت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي
د افغانستان ملي امنیت ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د پاکستان استخباراتي شبکه په دې وروستیو کې په ښکاره لاس وهنو ګرمه کړه.

که څه هم تر دې وړاندې افغانستان په کراتو د پاکستان استخباراتي شبکه ای ایس ای په افغانستان کې په ترهګریزو بریدونه ګرمه کړې وه، خو اوس ملي امنیت وايي، چې دا شبکه په ښکاره لاسوهنه کوي.

د ملي امنیت ویاند وايي، دوی پدې وروستیو کې ډېری داسې اطلاعات ترلاسه کړي، چې پاکستاني استخباراتي شبکه اوس په تبلیغاتي جګړو کې ښکیله ده.

د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز بیا ویلي، که افغانستان داسې ثبوتونه او اسناد لري، چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي نو پاکستان ته دې وسپاري.

خو د افغانستان ملي امنیت وايي، دې کار ته هم چمتو دي، خو شرط یې دا دی چې پاکستان د ترهګرو په نېولو د دوی د معلوماتو په اساس په موقع اقدام وکړي.

د ملي امنیت ویاند عبدالحسیب صدیقي وویل ‪"‬مونږ تیار یو چې سرتاج عزیز او پاکستان ته معلومات او اسناد ورکړو، خو که په موقع اقدام وکړي، زمونږ تجربه ښيي، مونږ چې تل دوی ته معلومات ورکړي دي، دقیق ول، کله یې چې زمونږ معلومات ترلاسه کړي دوی تکتیکي عمل کړی او ترهګر یې له هغو سیمو نورو سیمو ته لېږدول، ترڅو زمونږ معلومات بې اساسه وښيي.‪"‬

هغه په کابل کې د یوې پنځه کسیزې بریدګرې شبکې د نیولو یاده هم وکړه، چې په ويناء یې د ازادۍ د ورځې په مراسمو د برید هوډ لره.

ملي امنیت وايي، په ننګرهار کې یې درې داسې ځانمرګي نیولي، چې عمرونه یې تر پنځلسو ټیټ ول.

دا اداره دا هم وايي چې په وروستیو ورځو کې یې په ننګرهار کې یو ځانمرګی نیولی چې پاکستانی دی.

هغه د کوټې شورا وروستي تصامیم هم یاد کړل، چې یوه پرېکړه یې دا ده ترڅو په ناامنیو کې محاط ولایتونه تر دایروي ناامنیو لاندې راولي.

دا ولایتونه په شمال، جنوب لویدیځ کې دي.

د افغانستان ملي امنیت تل وايي، چې داسې ثبتونه، اسناد او شواهد لري، چې پاکستان د افغانستان په ناامنیو کې مخامخ لاس لري.

XS
SM
MD
LG