د لاس رسي وړ اتصالات

ډیویډ کامرون د عبدالله او احمدزي سره په ټیلیفون غږیدلی


د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون (ارشیف)
د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون (ارشیف)

د ټاکنو د پلټنې د بهیر نه د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د وتلو وروسته تیره ورځ د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون د افغانستان د جمهوری ریاست له دواړو کاندیدانو سره په ټیلیفون خبرې کړي او همداشان د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دغو دواړو کاندیدانو سره کتلي دي.

په کابل کې د برتانیا سفارت وایي چې د برتانیې صدراعظم ډیویډ کامرون د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره د چهارشنبې په ورځ په خپلو خبرو کې هغوی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د ملي وحدت حکومت په برخه کې ګډ کار ته هڅولي دي.

د برتانیې د سفارت په دغه بیان کې د ښاغلي ډیویډ کامرون د دفتر د یو ویاند له خولې ویل شوي چې پرون ماسپښین د برتانیې صدراعظم له افغان کاندیدانو سره د نوي حکومت د جوړولو په سر د هغوی د روانو خبرو په اړه د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.

دا بیان وایي چې د برتانیا صدراعظم په دواړو کاندیدانو غږ وکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د جوړې شوې پروسې سره سم دې خپلې کړنې پر مخ بوځي تر څو ژر تر ژره د ملي یو والي حکومت را منځ ته شي.

ددغې بیان له مخې د برتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د روانو ستونزو حل به په افغانستان کې د یو ډیموکراټیک راتلونکې په ګډون ډېر بریالیتوبونه له ځانه سره ولري.

همداشان هغه هیله څرګنده کړه چې د ټاکنو روانه لړۍ به د ناټو د راتلونکې غونډې پورې پای ته ورسیږي او دا یې هم ویلي چې د ناټو راتلونکې غونډه د تیرو لسو کالو په ترڅ کې په افغانستان کې د شوي پرمختګ د څیړلو دپاره یو غوره فرصت دی چې په کې به په راتلونکې کې د افغانستان نوي حکومت سره د ناټو د غړو د مرستو په څرنګوالي هم خبرې اترې وشي.

ددغه بیان له مخې دواړو کاندیدانو د برتانیې د صدراعظم د څرګنونو هرکلی کړی او د افغانستان سره د برتانیې د دوامداره ژمنو نه یې مننه کړې ده.

د کاندیدانو سره د فیلډمین کتنه

په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو سره په کتنه کې په ټاکلي نیټه د دوهم پړاو د ټاکنو د بهیر د بشپړیدلو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا د سفارت ویلي دي چې د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډمین د چهارشنبې په ورځ کابل ته د رارسیدلو وروسته د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي سره کتلي او د جمهوري ریاست د ټاکنو په اړونده مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.

د امریکا د سفارت په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د امریکا ځانګړي استازي دغو کاندیدانو سره په کتنه کې په ټاکل شوې نیټه د دوهم پړاو د ټاکنو د بهیر د بشپړیدلو د اړتیا یاونه کړې او د بهیر د بشپړیدلو په باب یې خپله خبره بیا یاده کړي چې په کې د میلونونو افغانانو رایو درناوی وشي تر څو د ملي وحدت د حکومت مشروعیت ته لاره هواره کړي او دا حکومت یو خپلواک متحد او دیموکراتیک افغانستان اداره کړي .

د امریکا د سفارت بیان وایي چې فیلډمین افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي یان کوبش سره هم د افغانستان د دوهم پړاو ټاکنو په هکله غږیدلی دی.

د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وایي چې ددغه ټیم مشر د چهارشنبې په ورځ یو شمیر بهرنیو دیپلوماتانو سره جلا جلا کتلي چې افغانستان او د پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي سره خبرې هم په کې شاملې دي.

ددغه ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې د امریکا ځانګړي استازي ډانیل فیلډمین سره د عبدالله عبدالله د خبرو عمده مسله د سیاسي پروسې په باب او په ځانګړي ډول د ملي حکومت د جوړولو مسله وه.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم هم افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سره د ښاغلي احمدزي کتنه تاید کړې ده او ویلي یې دي چې په دغه کتنه کې د ټاکنو په اړوند مسلو خبرې شوي دي.

د کاندیدانو ترمنځ خبرې

د برتانیا او امریکا دغو چارواکو په داسې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست له دوو کاندیدانو سره د دوهم پړاو ټاکنو په هکله خبرې کړې چې تیره شپه دغو دواړو کاندیدانو د ملي وحدت د حکومت په جوړولو سره خپل منځي خبرې کړې دي.

دغو ټاکنیزو ټیمونو چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د تیرې شپې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند ښاغلی اوریا وویل چې په دغه کتنه کې د سیاسي پروسې په باب خبرې شوي

هغه وویل "مونږ تخنیکي پروسه بایکاټ کړه ، مونږ ته تخنیکي پروسه د منلو نه ده مونږ عملآ یو نوي فایز ته داخل شوي یو، زمونږ موخه په افغانستان کې د ملي حکومت جوړیدل دي".

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند محمد صدیق پتمن هم امریکا غږ ته وویل چې د تیرې شپې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

یوې بلې سرچینې امریکا ته وویل چې د ټاکنو د رایو د پلټنې د بهیر نه د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم د وتلو وروسته دواړو ټیمونو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په سر خبرې اوس ډیرې سختې شوي دي.

دا سرچینه وایي چې د ټاکنو د مشروعیت د منلو پرته د ملي وحدت د حکومت جوړول به اصلآ ممکن نه اوسي.

بل لورته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې د تیرې ورځې را په دې خوا د دواړو کاندیدانو د استازو پرته د ځانګړې پاملرنې لاندې د رایو د پلټنې کار ښه پرمخ روان دی.

ددغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور خبریالانو ته وویل چې اوس یوازې د ۵۴۲۸ صندوقونه پلټنه پاتې دي.

ډ ټاکنو د دوهم پړاو په ورځ ټول ۲۲۸۲۸ د رایو صندوقونه کارول شوي وو.

XS
SM
MD
LG