د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي ته د افغانو حاجیانو د وړلو پرواز نن پیل شو.


د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت د نشراتو ریس حبیب الرحمن صالحي وایي نن شپه په محلي وخت د کابل نه د حاجیانو پرواز پیل کیږي. دغه پروازونه د زونونو په حساب ترتییب شوي دي. د حج مراسم خو اصلا د ذوالحجې د میاشتې د اتم تر دیارلسم پورې پیل کیږي, خو هر ملک د خپل توان سره برابر پرگرام جوړوي چې خپل حاجیان سعودي عربستان ته په وخت او کرارۍ ورسوي.

ښاغلی صالحي وایي سږ کال څلیرویشت زره حاجیان د افغانستان نه سعودي عربستان ته ځي. اصلا خو باید دیرش زره افغان حاجیان سږکال حج ته تللی وای، مگر څرنگه چې د حرم شریف ساحه پراخیږي، سعودي د ټولې دنیا حاجیان شل فیصده کم کړیدي، نو ځکه د افغانو حاجیانو شمیر شپږ زره کم شویدی.

حبیب الرحمن صالحي وايي ، د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سعودي عربستان ته د حاجیانو د تللو نه مخکې د حج د مراسمو تدرس پیل کړیدی. تمثیلي کعبه مو جوړه کړیده چې عملا د حج مراسم وگوري او مراسم سم اجرا کړي. دی وایي دغه معلوماتي مواد هوايي شرکتونو ته لیږل شویدي چې په الوتکو کې هم دغه ویډیو گانې خپرې شي. همداشان دغه ویډیو گانې هوايي میدانونو ته هم لیږل شویدي چې حاجیان یې هلته هم په سالون کې وگوري. ددی نه علاوه د هرو پنځوسو نفر په سر یو معلم تعیین شویدی چې د ابتدا نه د حج د مراسمو تر اخره پورې د حاجیانو سره مرسته وکړي.

د حج او اوقافو د وزارت د نشراتو ریس حبیب الرحمن صالحي وایي پروسږ کال د یوه حاجي ټول لگښت دری زره اوه سوه ډالره ؤ، خو سږکال دا مصرف دری سوه شل ډالره ارزانه شویدی. همدا شان که حاجیان ناروغه کیږي، اول د افغانستان کلنیکونو ته رسول کیږي او که هلته یې علاج نه کیده نو بیا د سعودي خیریه روغتونو ته رسول کیږي، او هلته یې مفت علاج کیږي.

د حبیب الرحمن صالحي بشپړه مرکه دغلته اوریدلی شې.

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:41 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG