د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله ټیم د خپلو غوښتنو لپاره مقابل ټیم ته مهلت وټاکه


د عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند سید اقا فاضل سنچارکي
د عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند سید اقا فاضل سنچارکي

د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وایي چې که مخالف ټاکنیز ټیم او نړیوالې ټولنې یې ترراتلونکو څلورویشت ساعتونو غوښتنې ونه مني نو دا ټیم به د خپل سیال ټیم سره روانې سیاسي خبرې هم بندې کړي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یوه ویاند سید آقا فاضل سنچارکي د دوشنبې په ماسپښین په خپل دغه خبري کنفرانس کې د رایو د پلټنې د بهیر د شفافیت غوښتنه هم وکړه وویل چې که دا بهیر شفافه نه شي نو دوی ته به یې پایلې د منلو نه اوسي.

سید آقا فاضل سنچارکي وویل " مونږ تر سبا مهلت ټاکو، تر سبا یو ضرل الاجل ټاکو که زمونږ منطقي غوښتنو ته توجه و نه شي، او واقعي تفتیش و نه شي، او هم په سیاسي پروسه کې مقابل جانب صادقانه داخل نه شي، دواړه پروسې په مطلق ډول پرېږدو ".

هغه وویل، تر سبا مقابل ټیم ، نړیوالې ټولنې او هر هغه چاته چې د افغانستان ثبات لپاره فکر کوي، مهلت ورکوي چې د دوی په غوښتنو له سره کتنه وکړي.

ښاغلي سنچارکي دغه خبري کنفرانس ته وویل چې مقابل ټیم یې دوی سره په روانو سیاسی خبرو کې صادق نه دی او مخضي وخت اړوې. هغه وویل چې د افغانستان لویې ملي مصلحت دا ټیم دې ته اړ کړ چې د یو داسې اړخ سره چې د سنچارکي په وینا د درغلیو او نا مشروع لارو رامخې ته شوي دي.

ښاغلي سنچارکي وویل "ستاسې ریښتیني رایې چیرته دي".

د ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیم دا نوی دریځ د دواړو ټیمونو ترمنځ د ملي وحدت په حکومت کې د اجرائیوي رئیس د واک په سر په خبرو کې د نظرونو اختلاف ته د حل په موندلو کې د پاتې راتللو وروسته خپل کړی دی.

د ښاغلي عبدالله ټیم نن داسې اسناد هم وښودل چې ددغه ټیم د ادعا له مخې په کې د مقابل ټاکنیز ټیم په ګټه د رايو د پایلو لستونه د رایو په صندوقونو کې غورځیدلې دي.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم او ملګرو ملتونو د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم دغو څرګندونو ته لا ځواب نه دی ورکړی.

خو دمخه د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند محمد صدیق پتمن امریکا غږ ته د خپل مقابل ټیم د غوښتنو په باب ویلي وو چې دوی به د اساسي قانون خلاف غوښتني و نه مني.

ښاغلی پتمن وایي " د افغانستان اساسي قانون په ډیر صراحت سره جمهور رئیس د دولت د رئیس او د حکومت د رئیس په حیث تسجیل کړی دی نو په دغه صراحت باندې د اساسي قانون نه عدول به د حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولې".

د ۱۳ ٪ رایو پلټنه

بل لورته د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن وویل، د رایو د سل په سلو کې تفتیش د همدې لپاره دی ترڅو د تفتیش په پای کې درغلۍ کوونکي او د درغلیو کچه معلومه شي.

د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وویل " د ‪ ټاکنو پایلې به ژر اعلان شي، د پایلو د اعلان په نتجه کې به درغلې کوونکي او درغلۍ معلومې شي، چې چا کړي دي، د تفتیش د بهیر وړاندیزملګرو ملتونو کړې دی، مونږ د تفتیش بهیر سل په سلو کې کوو، ترڅو ملامت او سلامت معلوم شي".

د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې تر تېر ماښامه ۸۶.۵۲ په سلو کې د رایو تفتیش شوی دی او یوازې درې زره د رایو صندوقونه له تفتیش پاتې دي.

د ټاکنو کمیسیون وايي، چې د رایو د چیک لستونو د راټولو په مرکز کې ۷۵ په سلو کې چیک لستونه جمعه شويدي چې ۱۳۷۶ فورمه کیږي.

کاندیدانو سره د یوناما د ریس کتنه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما وایي چې ددغې ادارې رئیس یان کوبش نن په کابل کې د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره کتلې او د ټاکنو د رایو د پلټنې د روان بهیر په باب یې ورته معلومات ورکړي دي.

په کابل کې د يوناما له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره د جمهوري ریاست د کاندیدانو په دې کتنه کې په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کونینګهم هم حاضر و.

یوناما وایي چې په دې غونډه کې په نورو مسلو هم خبرې وشوې خو د یوناما په دغه بیان کې په نورو مسلو د خبرو په باب څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG