د لاس رسي وړ اتصالات

فیضي: د پغمان د پیښې عاملین به اشد مجازات شي


د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي وویل چې د پغمان ولسوالۍ د جنسي تیري د پیښې مجرمین باید ژر تر ژره په اشد مجازات محکوم شي او د هېواد جمهور رئیس حامدکرزی به د دغو جنایتکارانو د مجازاتو د حکم په لاسلیک کې هیڅ ډول ځنډ ونه کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په دغه خپور شوي بیان کې ایمل فیضي له خولې ویل شوي چې جمهور رئیس کرزی له دغي پیښې څخه له خبریدو سره سم لویې څارنوالۍ، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست ته هدایت ورکړ چې د دغه نه بخښوونکي جنایت ترسره کوونکي ژر تر ژه پیدا او د قانون منګولو ته دې وسپاري ترڅو د خپلو عملونو په سزا ورسیږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د یو شمیر کورنیو غړي چې ښځې او ماشومان هم ورسره وو د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د واده له مراسمو څخه د ستنېدو راوروسته ددغې ولسوالۍ د ده عربان په سیمه کې د شاوخوا شپړس وسله والو کسانو له خوا د هغوې موټرې ودرول شوې او بیا یوه لیرې ځای ته یوړل شول.

د پیښې د شاهدانو په وینا وسلوالو چې د پولیسو یونیفورم یې په تن وه د شپې په تیاره کې د موټرو د سپرلیو د لوټلو وروسته نارینه او ښځې یې سره بیل کړل او بیا یې په یو کورکې چې څوک په کې نه اوسدل په څلورو ښځو په ډله ایزه توګه جنسي تیرې وکړ.

د کابل پولیسو چې په لومړي سر کې په ښځو د جنسي تیري په باب په سمیه ایزو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه نه تائیدول وروسته خبریلانو ته وویل چې ددغې پیښې یو شمیر عاملین یې نیولي دي.

د کابل امنیې قوماندان جنرال ظاهر ظاهر د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه پولیسو ددغې وسلوالو له ډلې شپږ تنه ددغې پیښې په تړاو نیولي دي.

جنرال ظاهر وویل چې له دغو شپږ تنو څلور یې په پغمان او دوه تنه یې چې غزني ولایت ته تښتېدلي وو او غوښتل یې چې له هغې لارې ایران ته لاړ شي د غزني ولایت د پولیسو په مرسته نیولي دي.

که څه هم چې تر اوسه د پیښې د قربانیانو کورنۍ رسنیو سره د پیښې په تړاو خبرو ته چمتو شوي نه دي خو په افغانستان کې ددې پیښې د غندلو لپاره د څو ورځو را په دیخوا په ټولنیزو رسنیو کې خلکو پراخه غبرګونونه څرګند کړي دي.

پدغو غبرګونونو کې د افغانستان د جمهور رئیس نه ددغې پیښې عاملینو ته د اعدام د سزا د ورکولو غوښتنه شوې ده.

که څه هم د افغانستان عدلي او قضایي ارګانونه وایي چې په لسگونو د اعدام دوسیې د جمهور رئیس کرزي د لاسلیک لپاره د هغه په میز پرتې دي او جمهور رئیس د ډیر دقت او احتیاط له امله پرې لاسلیک نه کوي خو دا لومړۍ ځل دی چې جمهور رئیس ددې پیښې مجرمینو ته د سختې سزا د ورکولو پریکړه کړې ده.

ایمل فیضي ویلي چې جمهور رئیس کرزی د افغانستان له قاضي القضات او لوی څارنوال سره دغه موضوع شخصا تعقیبوي او د دغې پیښې د عاملینو لپاره یې د اشد مجازات غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG