د لاس رسي وړ اتصالات

ضیا مسعود: د شنو او نارنجي خوځښتونو وخت تیرشوی دی


احمد ضیا مسعود
احمد ضیا مسعود

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو چارواکی احمد ضیا مسعود د اجرائی رئیس د واک په سر د خپل مقابل ټیم غوښتنې د اساسي قانون د ارزښتونو په خلاف بولي او له خپل سیال ټیم غواړي چې د هیواد د بې ثباتۍ سبب نه شي.

د افغاستان د ملي جبهي رئیس او د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم لوړ پوړي چارواکي نن په کابل کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په وینا کې د ملي وحدت په حکومت کې د ګډون لپاره د خپل سیال ټیم غوښتنې د اساسي قانون سره په ټکر کې وګنلې او وویل چې دی دا ګني چې په حکومت کې د پریکړو د نیولو د دوه مرکزونو شتون به افغانستان نور هم بې ثباته کړي.

ښاغلي مسعود وویل "مونږ څنګه کولای شو دقدرت دوه محورونه په یو ډول قدرت په هیواد کې رامنځ ته شي او دا سمه هم نه ده او دا پخپله هیواد د بحران په لور بیایي".

ښاغلي مسعود دغې غونډې ته وویل چې اشرف غني احمدزي د ټاکنو د ګټلو په صورت کې د اجرائی رئیس څوکۍ ده ته بیله کړې وه خو ده د افغانستان د ملي مصلحت لپاره یې دا ومنله چې دا څوکۍ د ملي وحدت په حکومت کې دده سیال ټیم ته ورکړل شي.

هغه پرته له دې چې د بلخ د والي عطا محمد نور نوم واخلي د هغه وروستیو څرګندونو ته چې د ټاکنو په تړاو یې کړې او خپلو پلویانو ته یې د شنو او نارنجي خوځښتونو د پیلدلو لپاره د چمتو پاتې کیدلو خبر ورکړی، په ځواب کې وویل چې اوس نور د دغو خوځښتونو وخت تیر شوی دی.

ښاغلي مسعود وویل "پریږدۍ چې په هیواد کې امنیت ټینګ شي خلک مه ګواښوئ له دغو شنو او نارنجي خوځښتونو خلک مه ویروئ ددغو شنو او نارنجي خوځښتونو وخت په بشپړه توکه تیر شوی دی. هر سیاسي دلیل چې لرئ راشه د خبرو میز ته زمونږ د اساسي قانون په رڼا کې چې زمونو ملي وثیقه ده کښینو او خبرې کوو خو ته دا حق نلرې چې ګواښ وکړې او وغواړې چې هیواد بې ثباته کړې ناامني راولې. ته ددې لپاره نه سیاسي مشروعیت لرې او نه هم د افغانستان شریف ملت غواړي چې د نوییمې لسیزې ته ورستون شي او نه هم غواړي چې روان سیاسي پړاو د کوم مشکل سره مخ شي"

ښاغلي مسعود د مقابل ټیم نه وغوښتل چې د هیواد د بې ثباتۍ مخه ونیسي.

همداشان هغه د خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې هیچا ته دی د سیاسي بهیر بیرته شاته د ستنولو اجازه نه ورکړي.

ښاغلي مسعود وویل " زه له ټولو مجاهدو وروڼو او د افغانستان د ټولو شریفو قومونو او د افغانستان له لویې ملت نه زما غوښتنه داده چې دا ځل هیڅ یو ګروپ او سیاسي شخصیت ته او با هیڅ سیاستمدار ته اجازه ورنکړي چې سیاسي بهیر شاته یوسي".

ښاغلي مسعود د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون نه هم وغوښتل چې د ټاکنو پایلې دې ژر اعلان کړې تر څو افغانستان خلک له یو ډول ناڅرکند حالت نه ووځي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم دغه لوړ پوړي چارواکي دا څرکندونې په داسې حال کې کړي چې نن دواړو کاندیدانو په ارګ کې د جهمور رئیس حامد کرزي سره کتلي دي.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند محمد صدیق پتمن امریکا غږ ته د جمهور رئیس سره د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله نن د غرمې مخکې کتنه تائید کړه خو په دغه کتنه کې د شوو خبرو په باب څه و نه ویل.

د ډیرو هڅو سره سره مو د احمد ضیا مسعود د څرگندونو په باب د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم نطر تر لاسه نشو کړلی.

د کرزي او د کاندیدانو بله ناسته

د افغانستان د جمهوري ریاست نه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس کرزي نن سهار په ارګ کې د جمهوري ریاست له کاندیدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د جمهوري ریاست مرستیالانو هم پکې حضور برخه لرله د انتخاباتو د بهیر د وروستیو انکشافاتو په باب خبرې وشوې.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس حامدکرزي د انتخاباتو د موفقانه پای ته رسېدو لپاره د دواړو کاندیدانو له هڅو او خبرو څخه ملاتړ وکړ او هيله یې څرګنده کړه چې د دوی هڅې اوخبرې ډیر ژر نتیجه ورکړي.

جمهور رئیس کرزي دواړه کاندیدان وهڅول چې د انتخاباتو په اړه ډیر ژر یوې موافقې ته و رسیږي ترڅو ملت له اوسني انتظار او نا څرګند وضعیت څخه خلاصون ومومي .

ددغه بیان له مخې جمهور رئیس کرزي ویلي چې هر ې وروستۍ پریکړې ته چې دواړه خواوې و رسیږي دی به یې ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG