د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ناتو بالتیک هیوادونو ته ژمن دی


اوباما په ایستونیا کې وینا وکړه
اوباما په ایستونیا کې وینا وکړه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ایستونیا په پلازمینه تالین کې ٢٠٠٠ خلکو ته وینا وکړه.

ولسمشر د دې ترڅنگ چې په اوکراین کې د روسیې مداخله وغندله ټنیگار یې وکړ چې ناټو بالټیک هیوادونو ته ژمن دی او زیاته یې کړه چې دا ټلواله به دوي د هغه ډول یرغل نه خوندي وساتي چې روسیې په اوکراین کې کړی.

ښاغلي اوباما وویل "ایستونیا، لاتویا او لتوانیا یو ځل مخکې هم خپله خپلواکي مسکو ته له لاسه ورکړې وه خو اوس چې دا هیوادونو د ناټو غړي دي، دا عمل به بیا تکرار نشي."

ښاغلی اوباما چې د نوردیا په نوم د کنسرت په تالار کې وینا کوله استونیا یې د ناتو د یو غړي په توگه وستایلو." هیځ شک نشته چې بالتیک زمونږه ټلواله نور هم غښتلې کړې ده."

د امریکا ولسمشر د چهارشنبه په ورځ کیهځ استونیا ته ورسیدو او ټاکل شوې ده چې نن ټوله ورځ به د استونیا، لاتویا او لتوانیا د جمهور رئیسانو سره خبرې وکړي او دغو هیوادو ته چې د روسېې د ممکنه گواښ له امله اندیښمن دي ډاډ ورکړي.

ښاغلي اوباما په دې وینا کې د بالتیک هېوادونو ته د نورو الوتکو د لیږلو پلانونه اعلان کړل "مونږ د بالتیک د هوایي څارنې ماموریت ته اضافي الوتکې ورکړې. دا داسې یو ماموریت دی چې د تېرې لسیزې په اوږدو کې د ناتو څلوارلس نورو غړو هېوادونو هم کړي دي. مونږ به اوس د بالتیک هیوادونو سره په نوبت د الوتکو او کارکونکو د لېږلو په برخه کې مرستو ته دوام ورکړو."

د چټک غبرگون قطعه

بل خوا ناټو په اوکراین کې د روسیې د اقدام په وړاندې د 'چټک غبرگون قطعې' د جوړولو اعلان وکړ. د ناټو چارواکي ویلي چې د دې قطعې جوړول د یو پراخ پلان برخه ده چې تمه کیږي په ویلز کې د ناټو په غونډه کې د مشرانو له خوا ملاتړ ېې وشي. دا ځواک به د زرو عسکرو نه جوړ وي او په خپلو هیوادو کې به د هوایي، سنمدري او ځانگړو ځواکونو په برخو کې ورسره مرسته کیږي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن د دې قطعې په هکله وویل "دغه مخکښ ځواک به لومړی گام وي، خو مالومداره ده که چېرې اړتیا وه ډیره نوره قوه به هم ورپسی شي. خو مونږ په دې باور لرو چې دا یو ډیر قوي مانع کوونکی قوت دی"

خو دا ډول څرگندونې مسکو راپاروي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وایي دا مسله له کنترول نه وځي. ښاغلي لاوروف زیاته کړه " دا مهمه وه چې په کیف کې د جگړې اړخونو د زغم نه کار اخیستی وای او په حقیقت کې یوازې امریکا دا کار کولای شي."

XS
SM
MD
LG