د لاس رسي وړ اتصالات

ناتو د چټک غبرگون د قوې د جوړولو پریکړه وکړه


د ناتو د سرمشریزې د لومړی ورځې غونډه د افغانستان د ایساف ماموریت او د هغې اړندو موضوعگانو ته ځانگړې شوې وه، خو د جمعې د ورځې عمده مسایل د اوکراین کړکیچ، د عراق او سوریې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې اقدام وو.

جمهوررئیس اوباما په ویلز کې د ناټو د غړیو د عالي غونډې په پای کې وویل د ناټو د ټولو اته ویشت غړیو، ایتلاف د اوکراین د حاکمیت، د ارضی تمامیت، خپلواکۍ او د ځان د دفاع د حق په باره کې سره متحد دی.

جمهوررئیس اوباما وویل ناټو د اوکراین د جمهوررئیس ملاتړ کوی چې په خپل هیواد کې د سوله ایز حل لپاره کوشش کوی.

ناتو پریکړه وکړه چې د بهرني تهدید په وړاندې د چټک غبرگون یو نوی قوه ایجاد کړي تر څو د روسیې سره په پوله پراته ددې سازمان غړي هیوادونه ځان مصؤن احساس کړي.

د برتانیې صدراعظم ډیویډ کیمرون وویل چې د بېړنۍ مبارزې ځواک ته ۳۵۰۰ عسکر ورکوي، ځکه هغه فکر کوي چې ناټو باید په اروپا کې له ستونزو سره د مبارزې وړتیا زیاته کړي .

د ناټو مشرانو موافقه وکړه چې د روسيي د نورو پارونکو حرکتونو د مخنیوي لپاره د اروپا ختیځ ته پوځي تجهیزات واستوي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فو راسموسن وویل چې پولینډ، رومانیا او د بالکان حکومتونو وړاندیز وکړ چې د پوځي تجهیزاتو په انتقال کې مرسته وکړي.

همدغه راز د ناټو مشرانو په روسیی باندی د نورو بندیزونو په امکاناتو خبر وکړی. دغو مشرانو، په اوکراین کی د بیلتون غوښتونکو یاغیانو سره د روسیې د نظامی مرستو د زیاتیدلو د معلومیدو نه وروسته دغه غور پیل کړیدی.

له بلې خوا په ویلز د متحدینو سره له خبرو او مشورو وروسته د اسلامي دولت د ډلې په هکله د امریکا د بهرنیو چارو او د دفاعي چارو د وزیرانو گډه اعلامیه خپره کړه.

دوی وایي، د هغو گواښونو په هکله چې د اسلامي دولت ډلې عراق، ټولې سیمې او نړیوالې ټولنې ته متوجه کړي نن یې د یو شمیر مهمو متحدینواو شریکانو سره خبرې وکړې.

دوی وویل "مونږ او نورو وزیرانو په دې موافقه وکړه چې د اسلامي دولت د ډلې د تهدید د راکمولو او بالاخره د دې گواښ د له مینځه وړلو لپاره د یو نړیوال ایتلاف د رامنځ ته کیدو لپاره باید وخت ضایع نه شي."

همداشان زیاتوي چې "په عراق کې د یو نوي هر اړخیز حکومت رامنځ ته کیدل به په دې لار کې یو مهم گام وي. مونږ هیله من یو چې دغه پروسه به په راتلوونکو ورځو کې بشپړه شي، او مونږ په د دې موضوع په جزیاتو خبرې وکړې چې څنگه د ناتو متحدین کولای شي سمدستي د عراق د نوي حکومت سره د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د هیواد د متحد کولو په چارو کې مرسته وکړي."

د امریکا او متحدینو په پراخو هڅو کې دا ټکي شامل دي:

د عراقي شریکانو سره پوځي مرسته.

د بهرنیو جنگیالیو د ورتگ مخنیوی.

اسلامي دولت ته د مالي مرستو مخه نیول.

د بشري ناورین د کړکیچ د مخنیوی سره مرسته.

او د اسلامي دولت د ډلې د ایډیالوژۍ د مشروعیت د له مینځه وړلو لپاره هڅه.

د ناتو غونډه په دې پریکړې چې ددې سازمان راتلوونکې سرمشریزه به په پولنډ کې جوړه شي، پای ته ورسیده.

  • 16x9 Image

    عارف عثمانزوی

    عارف عثمانزوی د رادیو، تلویزیون او ویب ژورنالیست او اډیټر دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG