د لاس رسي وړ اتصالات

محکمې د پغمان جنسي تیري تورنو ته د اعدام سزا واوروله


په کابل کې د سترې محکمې مخې ته مظاهره
په کابل کې د سترې محکمې مخې ته مظاهره

دغه علني غونډه چې د کابل ولایت د استیناف محکمې په ودانۍ کې جوړه شوې وه د محکمې قاضي صفي الله مجددي مخکې له دې چې تورونو کسانو ته د اعدام اعلان کړي د موظف څارنوال صورت دعوا یې واوریده او له هغې وروسته یې د تورنو کسانو د مدافع وکیلانو دفاعیې واوریدې.

ددغې قضايي غونډې په ترڅ کې قاضي صفي الله مجددي یو شمیر هغو کسانو ته چې د هغوی په وینا ددغو تورنو د کړنو نه زیانمن شوي وو ، هم د شاهدۍ د ورکولو موقع ورکړه چې په ترڅ کې یې د دریو میرمنو په ګډون پنځو تنو ددغو تورنو په خلاف په محکمه کې شاهدي وویلې.

د فوزیه په نوم یوه میرمن چې څادري یې په سر وه د محکمې دغې علني غونډې ته وویل چې درې اونۍ مخکې په پغمان کې د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره په یو باغ کې تفریح کوله چې ددغو اوو تنو تورنو له ډلې دریو تنو یې د دوی د قیمتي شیانو او ګاڼو د لوټولو سربیره پرې جنسي تیری هم وکړ.

میرمن فوزیه وايي "ډوډۍ مو وخوړله چې دا راغی او دوه نور ورسره ملګري وو ، مرمۍ یې تیره کړه د ټوپک شپیلۍ یې زما په سر کیښوده، بل یې برچه را وایستله طلا او هر څه یې زموږ واخیسته، د ماشومانو په مخ کې مو چیغې ووهلې په پښو کې یې پریوتلو ګاڼې زموږ واخیستې، تلاشي یې کړو مبایلونه یې هم واخیستل، نور په خپله تاسې پوهیږۍ ".

د کابل ولایت امنیه قوماندان جنرال ظاهر ظاهر دغې علني غونډې ته وویل کله چې د پیښې په شپه ناوخته د یوې کورنۍ لخوا د خپلو څو تنو ښځینه خپلوانو د لا درکه کیدو په باب خبر شو اصلا په زړه کې یې هم نه ګرځیدله چې ګوندې چا به دغو میرمنو باندې جنسي تیری هم کړی اوسي.

جنرال ظاهر وویل "هغه میرمنې چې زیان یې لیدلی وو راغلې او په ډیره میړانه یې په دغو جنایتکارانو شاهدي‌ وویله".

ددغې نږدې درې ساعته اوږدې علني غونډې په ترڅ کې د اوو تنو تورنو له ډلې څو تنو یې د جنسي تیري په قضیه کې د لاس لرلو نه انکار وکړ ، خو قاضي دغو تورنو ته د هغوی هغه اعترافونه ور یاد کړل چې د نیولو وروسته یې پولیسو ته کړي او پولیسو هم د هغوی اعترافونه په ویدیو کستونو کې ثبت کړي دي.

ددې قضايي غونډې په پای کې قاضي صفي الله مجددي ددغې قضیې اوو تورنو ته په وسله والو غلاوو کې د لاس لرلو له امله د اعدام سزاګانې واورولې.

قاضي مجددي وايي "د کابل ښار دریمې حوزې په قضايي علني غونډه کې چې نن یک شنبه د ۱۳۹۳ کال د سنبلې په ۱۶ زما په ریاست جوړه شوې وه د رایو په اکثریت مو لاندې حکم صادر کړ".

خو قاضي مجددي وویل چې دا وروستۍ پریکړه نه ده دا تورن کولای شي چې بلې محکمې ته عریضه وکړي.

د کابل پولیس وايي چې د اسد د میاشتې په دیرشمه شپه لس تنو وسله والو د پغمان ولسوالۍ د ده عربان په سیمه کې د یو شمیر هغو لارویانو مخه ونیوله چې د پغمان ولسوالۍ نه کابل ته په خپلو موټرو کې روان وو.

پولیس وايي چې دغو وسله والو د لارویانو نه د قیمتي شیانو او پیسو اخیستلو ترڅنګ په څلور میرمنو جنسي تیری هم کړی دی.
په نننۍ غونډه کې د پغمان په ولسوالۍ کې د جنسي تیري متضررو کورنیو غړي شاهدۍ ته حاضر نه شول.

د کابل لومړنۍ محکمې د پغمان د ولسوالۍ د جنسي تیري عاملینو ته د اعدام سزا په داسې حال کې اورولې ده چې نن هم په کابل ، مزارشریف او غزني کې ددغې پیښې د غندنې او عاملینو ته په علني توګه د اعدام د سزا ورکولو د غوښتنې لپاره پراخه مظاهرې شوي دي.

په کابل کې د سترې محکمې مخې ته په یوه لویه مظاهره کې چې په سلګونو ښځو او نارینه وو پکې برخه اخیستې وه ، مظاهره کوونکو په ښځو باندې تیری په ملت باندې تیری ګڼو او ویلي که چیرې دغو تیری کوونکو په علني ډول د اعدام سزا ور نه کړل شي ، نو دوی په راتلونکې کې د نورو دغسې پیښو تمه هم لري.

ددغې پیښې د غندنې لپاره په تیره یوه هفته کې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې پراخه مظاهرې او لاریونونه شوي دي ، دغو ټولو لاریون کوونکو په علني توګه د پیښې د عاملینو د اعدام غوښتنه کړې ده ، خو اوس هم دا تورن کسان د استیناف غوښتنه کولی شي.

XS
SM
MD
LG