د لاس رسي وړ اتصالات

د ارغستان امنیه قوماندان په برید کې ووژل شو


ارشیف
ارشیف

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک امریکا غږ ته وویل چې په برید کې د ارغستان ولسوالۍ د امنیه قوماندان سر څارمن عبدالمناف سره د هغه دوه ساتونکې هم وژل شوي او شپږ نور پوليس ټپیان شوي دي.

ښاغلی خپلواک وایي چې پیښه د شپې په نهو بجو د ارغستان د ولسوالۍ په امنيه قوماندانۍ کې دننه د یو پلي ځانمرګي برید کونکي له خوا رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند وویل چي د برید هدف هم د ولسوالۍ امنیه قوماندان سر څارمن عبدالمناف وو چې هغه په پېښه کې ځای پر ځای وژل شوی دی .

ښاغلي خپلواک وویل چي د ولایت مرکز نه دغې ولسوالۍ ته د پوليسو یو تحقیقاتي ټیم رسیدلی او ددې پیښې پلټنه یې پیل کړې ده تر څو دا معلومه کړي چې څنګه دا ځانمرګی برید کونکی د کلکو امنیتي تدابیرو سره سره د قوماندانۍ ودانۍ ته داخل شوی دی.

په ځینو راپورونو کې وویل شوي چې ممکن د برید پرمهال برید کونکی د پوليسو یونیفارم نه کار اخیستی وي خو د ولایت امنیتي چارواکي وایي دا مسایل به تر پلټنو وروسته څرګند شي .

وسله والو طالبانو د پېښي مسئولیت په غاړه اخیستی دی او د قاري یوسف احمدي په نوم د طالبانو یو ویاند رسینو ته په یو استولي پیغام کې ادعا کړې چې په پېښه کې د ارغستان د ولسوالۍ د امنیه قوماندان سربیره اته نور پولیس هم وژل شوي او لس ټپیان شوي دي.

خو د کندهار ولایتي چارواکي په پیښه کې یوازې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د هغه د دوه ساتونکو وژل او ۶ نورو پولیسو ټپې کیدل تائید کړي دي.

طالبانو په دغه بیان کې ویلي چې بریدکونکی ملا مصطفی نومیده او د کندهار اوسیدونکی و.

د کندهار ولایت د ارغستان په ولسوالۍ کې تر دغې پېښې درې اونۍ مخکې د سپین بولدک د ولسوالۍ امنیه قوماندان هم د خپل یو نږدې همکار سره تر لفظي شخړې وروسته د خپل همکار له لوري وژل شوی وو.

ارغستان د کندهار ښار ختیځ ته په یوسلو شل کیلومیتری کې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه پرته ده.

د افغان حکومت امنیتي مامورینو په وینا ددغې ولسوالۍ له ځینو سرحدي سیمو د افغان حکومت ولسوال مخالفان د ډیورنډ د کرښې هغه خوا ته د تګ راتګ لپاره کار اخلي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG