د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان انتخاباتي کړکیچ، اندیښنې او غبرگونونه


د کاندیدانو نننۍ خبرې هم بې نتیجې پای ته ورسیدې.
د کاندیدانو نننۍ خبرې هم بې نتیجې پای ته ورسیدې.

په داسې حال کې چې نن عبدالله عبدالله په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټاکنو په سر یې له سیال ټیم سره سیاسي مذاکرات هم په ټپه درېدلي دي، افغانان په داخل او بهر کې د هیواد د راتلونکې په هکله اندیښمن دي.

د ټاکنو د پایلو د اعلان ځنډیدل د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو د خبرو پورې اړوند گڼل شوی، خو د ښاعلي عبدالله نننۍ خبرې په ډاگه کوي چې موافقې ته رسیدل گران دي.

د هیواد د انتخاباتي بحران په اړه د افغانانو د غبرگونونو په لړ کې د افغانستان ولسي جرګې نن د انتخاباتو په سر د روان کړکیچ په اړه ژوره اندېښنه وښوده او ویې ویل که دا لانجه حل نشي نو تر یوې میاشتې به د هېواد ډیر ولایتونه د طالبانو تر کنترول لاندې شي.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومی غونډه کې یوځل بیا پر کاندیدانو غږ وشو چې خپل مخالفت ته دې د پای ټکی کیږدي او د هیواد د ملي گټو دپاره دې د ټاکنو اوږدمهاله کړکیچ ختم کړي.

ولسي جرگه وایي د ټاکنو اوږدمهال په ټپه دریدلي بهیر هیواد د کړکیچ سره مخ کړی دی.
ولسي جرگه وایي د ټاکنو اوږدمهال په ټپه دریدلي بهیر هیواد د کړکیچ سره مخ کړی دی.

د ولسي جرگی د عمومی غونډې په ترڅ کې د جرگی رئیس، عبدالروف ابراهیمي په غصې په هیواد کی د اوسني حالت او په ټپه د چارو په دریدو کې پخپله کاندیدان او د هغوي ډلی مسؤلې وبللې او ویی ویل چې ددې کړکیچ دوام به د هیواد او هیوادوالو دپاره د لا درنو زیانونو سبب شي.

له بلې خوا نن یو افغان لیکوال او کارپوه نصیر شنسب د واشنگتن تایمز په ورځپاڼه کې په یوه مضمون کې پدې اړه غبرگون څرگند کړی او خپله اندېښنه یې له نورو سره شریکه کړې ده.

هغه پر امریکایي چارواکو باندې غږ کړی دی چې د مثبت رول په لوبولو دې افغانستان له اوسني بحران څخه وباسي.

هغه وایي "امریکا باید د خپل کمزوري او حساس سلوک نه لاس په سر شي او پر ځای یی د کړکیچ په حل کې فعاله ونډه واخلي."

هغه زیاتوي چې "که په افغانستان کې د ټاکنو جنجال په سوله اییزه توگه حل نشي نو امریکا باید په افغانستان کې د کورنۍ جگړې د مخنیوی هڅه وکړی او د تاوتریخوالي د پېښېدو په صؤرت کې دې یو چمتو او عملی پلان په لاس کې ولري."

هغه وایی ددې حالت د مخنیوي او ورته د چمتووالي دپاره یو هم د موقتي حکومت د جوړیدو پلان دی چې که تاوتریخوالی پیلیږي نو پر چارو د کنترول په موخه سمدستي باید فعال کړای شي.

وسله وال طالبان
وسله وال طالبان

دا پداسې حال کی ده چې په افغانستان کی د طالبانو بریدونه دوام لري او د رپوټونو له مخې په زیاتو سیمو کې تاوتریخوالي زور اخیستی دی.

د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې، سیاسي څیړونکي احمد بیژن هم د بهرنیو گواښونو په اړه غبرگون وښود او ویی ویل چې د کاندیدانو ترمنځ د مخالفتونو یو بل دلیل دا دی چې گاونډي او مغرض هیوادونه یی یو بل سره مخالفت ته هڅوی او توافق ته یی نه پرېږدي.

افغان څیړونکی وایی په ټاکنو کې د گاونډو هیوادونو لاسوهنه د مخالفت اور ته لمن وهي.
افغان څیړونکی وایی په ټاکنو کې د گاونډو هیوادونو لاسوهنه د مخالفت اور ته لمن وهي.

عام ولس هم په همدې سبب اندېښمن دي او وایي دوي په سوله اییزه بڼه د واک د لېږد تمه درلوده خو په هیواد کې د ولسواکۍ بنیاد ته د پاملرنې پرځای کاندیدان جنجال ته دوام ورکوي او هیواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي گواښونو سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG