د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما: د «اسلامي دولت» ډله به وځپو


ولسمشر اوباما د چهارشنبې په شپه د امریکا ملت ته وینا وکړه
ولسمشر اوباما د چهارشنبې په شپه د امریکا ملت ته وینا وکړه

د امریکا ولسمشر اوباما د چهارشنبې په شپه د امریکا ملت ته په خپلې وینا کې د «اسلامي دولت» د ډلې خلاف د امریکا ستراتیژي څرګنده کړه.

ښاغلي اوباما وویل چې د امریکا د ستراتیژۍ هدف دا دی چې د اسلامي دولت ډله وځپل شي او له منځه یووړل شي.

د امریکا ولسمشر د اسلامي دولت د ډلې خلاف د امریکا د ستراتیژۍ د هدف په اړه وویل «زموږ هدف څرګند دی. موږ به د هر اړخیزې او پایدونکې ستراتیژۍ له لارې د اسلامي دولت ډله وځپو او په نهایت کې به یې له منځه یوسو.»

ولسمشر اوباما په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د داعش ډله چې ځانته اسلامي دولت وايي، نه خو اسلامي ډله ده او نه هم دولت دی.

هغه وویل چې د داعش یا اسلامي دولت د ډلې خلاف د امریکا ستراتیژي څلور برخې لري. لومړی، امریکا به د دغې ډلې خلاف خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي اوباما وویل: «لومړی، موږ به د دغو تروریستانو په خلاف سیستماتیک هوايي بریدونو وکړو. موږ به د عراقي دولت سره کار وکړوږ»

د امریکا ولسمشر وویل چې د اسلامي دولت ډله چې هر ځای وي دوی ورپسې ولاړ شي او دغه ډلې ته هیڅ ځای هم خوندي نه دی.

ښاغلي اوباما په سوریې کې د امریکا ممکنه هوايي بریدونو اشاره وکړه او وویل: «دغه دا معنی لري چې زه به زړه نازړه نه شم چې په سوریې کې د داعش خلاف اقدام وکړم.»

خو هغه یو ځل بیا په دې ټینګار وکړ چې امریکا به سیمې ته عسکر وانه ستوي.

د ستراتیژۍ د دوهمې برخې په اړه، ښاغلي اوباما وویل امریکا به په سیمې کې د هغو ځواکونو ملاټر وکړي چې په د اسلامي دولت د ډلې په خلاف جنګیږي.

ولسمشر اوباما زیاته کړه، دریېم، امریکا به د داعش د ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

ښاغلي اوباما د ستراتیژۍ د څلورمې برخې په اړه وویل: امریکا به په سیمې کې ملکیانو او بې ځایه شوو کورنیو ته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي اوباما دا هم وویل چې په دغه مبارزې کې به امریکا یوازې نه وي، بلکه د یو لوی ایتلاف برخه به وي. هغه وویل چې په دغه ایتلاف کې به غربي او عربي هیوادونه شامل وي.

ولسمشر اوباما وویل: د تروریزم خلاف په دغه مبارزې کې به د اسلامي دولت ډله، چې هر چېري وي، له منځه یووړل شي.

جان کېري په بغداد کې:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري منځني ختیځ ته په خپل سفر کې، د چهارشنبې په ورځ بغداد ته ولاړ.

ښاغلي کېري وویل چې د عراق په نوي حکومت کې سنیانو او کردانو ته برخه ورکولو هڅولی دی.

مخکې امریکا ویل چې د اسلامي دولت د ډلې د ماتولو لپاره دې ته اړتیا شته چې په عراق کې د ملي یووالي حکومت جوړ شي.

ښاغلي کېري وویل چې نږدې ۴۰ هیوادونه په عراق کې د بشري او پوځي مرستو په رسولو کې برخه لري. هغه وویل چې دغه مرستې د یاغیانو خلاف په جګړې او د هغو خلګو سره په بشري مرستو لګیږي چې د عراق په شمال کې په جګړو کې راګیر دي.

فرانسې پرون وویل چې «که چیري اړتیا یې وي،» نو دوی به هم په عراق کې د اسلامي دولت په خلاف هوايي بریدونه وکړي.

پوځي او بشري مرستې:

ولسمشر اوباما په خپلې وینا کې وویل چې امریکا به په سیمې کې د ملکیانو او بې ځایه شوو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.

هغه خپله هغه غوښتنه بیا تکرار کړه چې د سوریې د یاغیانو د هغو ډلو سره چې د اسلامي دولت د ډلې خلاف جنګیږي باید مرسته وشي او وروزل شي.

ښاغلي اوباما د کانګرس نه وغوښتل چې په سوریې کې یاغیانو ته د وسلو د برابرولو او روزنې لپاره مرستې منظور کړي.

د چهارشنبې په سهار، د امریکا ولسمشر باراک اوباما د امریکا د دفاع وزارت ته ۲۵ میلیونه ډالر منظور کړل. دغه پیسې به په عراق کې د حکومتي قواوو او کردي قواوو د روزنې او د دغو قواوو سره د مرستې په برخې کې ولګول شي.

د واشنګټن پوسټ او اي بي سي ګډه نظرپوښتنه ښيي چې ۷۰ فیصده امریکایان د دې طرفدار دي چې امریکا دې په عراق کې هوایي بریدونه وکړي.

نظر پوښتنه دا هم ښيي چې ۶۵ فیصده امریکایان بیا د دې طرفداري کوي چې امریکا دې د اسلامي دولت د ډلې خلاف په سوریې کې هم هوايي بریدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG