د لاس رسي وړ اتصالات

د رایو پلټنو په باب وروستۍ غونډه یکشنبې ته وځنډیدله


د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وایي چې د رایو د چک لستونو او جمع بندیو په باب به خپله وروستۍ علني غونډه د راتلونکي یکشنبې په ورځ جوړه او خپلې پریکړې به په هماغه ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د قانوني پړاو د تیرولو لپاره واستوي.

ددې دمخه د پنجشنبې په ورخ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې د جمعې د ورځې غونډه به ددغه کمیسیون وروستۍ علني غونډه اوسې.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د دوی تمه دا وه چې نننۍ اتمه غونډه به د رایو د پلتنو د بهیر د بشپړیدلو په برخه کې وروستۍ علني غونډه اوسې خو ددې لپاره چې نن د رایو د ۴۲۶۳ محلونو په باب د پریکړې په وخت د کمیسیون غړو دا پریکړه هم وکړه چې د رایو ۴۰۵ صندوقونه دې بیا وپلټل شي.

ښاغلي نورستاني وویل " هیله لرم دا ۴۰۵ صندوقونه به په ګودامونو کې په نښه او له نورو صندوقونو جلا شي . سبا ته به انشالله زمونږ ټیم کار وکړي او دا صندوقونه به بیا وپلټل شي. هیله ده سبا به دا کار بشپړ شي اود یکشنبې په ورځ به زمونږ نهمه او وروستۍ علني غونډه جوړه او د رایو د پلټنې کار ته به د پای ټکی کیږدو.".

هغه وویل چې ددغو ۴۰۵ صندوقونو د بیا پلټنې نه یې هدف د کاندیدانو او د افغانستان خلکو ته د رایو د پلټنې د شفافیت په باب ډاډ ورکول دي.

د کاندیدانو ترمنځ د ستونزو د هوارلو هڅې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایو د پلټنې په بهیر کې د بشپړیدلو په باب دا ځنډ په داسې حال کې رامخې ته شوې چې د جمعې په ورځ هم د ملگرو ملتونو او د امریکا د سفارت چارواکو د دواړو کاندیدانو سره د ټاکنو په اړوند خبرې کړي دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته ددی کتنې په باب وویل چې په کتنه کې د دواړو ټیمونو د ستونزو د هوارولو په برخه کې کوم پرمختګ رامنځ ته شوی نه دی.

د پنچشنبې په ورځ هم د ملګړو ملتونو د سر منشي مرستيال جيفري فلټمن د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره د ټاکنو په مسلو خبرې کړي وي او له کاندیدانو غوښتي وو چې د رایو د پایلو د منلو په برخه کې دې په خپو ژمنو ودریږي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو هیت دفتر یوناما په یو بیان کې ویلي چې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستيال تیره ورځ افغانستان ته د خپل سفر په وخت د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته ویلي چې د ملي يووالي د حکومت جوړلو په سر هم په خپلو کړو ژمنو ودرېږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو د جولای په دولسمه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري په منځګړتوب د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د سل په سلو کې د رايوبیا پلتنې او ددغوپلټنو په نتیجه کې چې کومې پايلې اعلانیږي هغه ومني.

خو په دی ورستیو ورځو کې د افغانستان د جمهوري ریاست یو کاندید ښاغلي عبدالله ویلي چې سل په سلو کې د رایو پلټنې پاکې رایې له ناپاکو رایو بیلې نه کړای شوی او د همدې له امله هغه وویل چې دا پایلې که اعلان شي وبه یې نه مني .

همداشان ښاغلي عبدالله ویلي چې سیال ټیم سره یې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په سر خبرې هم په ټپه دریدلي دي.

هغه په دې هکله دا هم ویلي وو دا چې سیاسي مذاکرات په ټپه درېدلي دي، غواړم دا اعلان وکړم، درغلۍ، د درغلیو نتایج او درغلیو د پایلو اعلان نه منو.

خو د ښاغلي عبدالله د سیال ټیم مشر اشرف غني احمدزي د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیون نه غوښتي چې د انتخاباتو پایلې دې ژر تر ژره اعلان کړي.

ښاغلي احمدزي وویل "مونږ انتقال او د نوي حکومت جوړولو ته بشپړ چمتو یو،که چغې مو نه دي وهلي دا معنی ددی نه ده چې قوت نلرو زمونږ صبر د ولس د ثبات لپار دی ولس د خپلو مشرانو نه چغې نه غواړي تدبیر غواړي.

د دواړو ټیمونو د اختلاف اصلي ټکی د اجرايي رئیس د واک مسله ده چې د ښاغلي عدالله ټیم وایي اجرائی رئیس به د کابینې مشرۍ هم کوي خو د ښاغلي احمدزي ټیم دا غوښتنه د اساسي قانون پر خلاف ګڼي.

XS
SM
MD
LG