د لاس رسي وړ اتصالات

چین او د داعش پرضد د امریکا نړیوال ایتلاف


د چین د باندنیو چارو د وزارت ویانده هو چن ینګ
د چین د باندنیو چارو د وزارت ویانده هو چن ینګ

چین وايي چې د امریکا د متحده ایالاتو د هڅو څخه ملاتړ کوي چې وايي په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې پرضد باید نړیوال ایتلاف جوړ شي خو وايي چې په دې لړ کې باید د ټولو هېوادونو د ارزي تمامیت او ځمکنۍ بشپړتیا احترام وشي.

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د اعلان څخه وروسته چې روانه اونۍ یې وویل چې په سوریې او عراق کې به د داعش د ډلې پرضد هوايي بریدونه وکړي چین د ترهګرۍ پرضد د امریکا د ملاتړ اعلان وکړ.

د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاندې هو چن ینګ پرون په بیجینګ کې خبریالانو ته د وینا پرمهال وویل "مونږ ټول د ترهګرۍ خلاف یوو او چین په دې باور دی چې نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پرضد په ګډه کار وکړي. خو په دې لړ کې باید د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا احترام وشي. چین هیله لري چې په یادشویو هیوادونو کې به سوله او نظم بیرته برقراره شي او دا چې سوله به د دې سبب شي چې په دې هېوادونو کې د ترهګرۍ په خاطر د وینو تویدنه بنده شي."

خو د چین پالیسۍ دا ده چې د نورو هېوادونو په کورنیوو مسایلو کې به لاسوهنه نه کوي او په همدې دلیل داسي نښکاري چې د داعش ډلې پرضد په نړیوال نظامي ایتلاف کې به برخه واخلي.

چین د عراق د تیلو تر ټولو ستر مشتري دی او د چین اقتصادي پرمختګ د عراق د تیلو پر صادراتو اتکا کوي، په همدغه دلیل چن غواړي چې د داعش پر ضد د امریکا د هڅو څخه ملاتړ وکړي.

جوسف چنګ چې د هانګ کانګ په پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسور دی، په دې هکله داسي وايي "بیجینګ به د امریکا د هڅو پرضد چې یادشوی پوځي ایتلاف جوړ کړي څه ونکړي ځکه د چین مشرتابه په دې ښه پوهېږي چې د عراق اسلامي دولت یا داعش به چین ته هم تاوان پېښ کړي. چین د پخوا څخه هم د ترهګرۍ بیلتون غوښتنې او د مذهب پر بنا د جلاتوب سره مخالفت لري."

د چین رسمي خبري آژانس ریپوټ ورکړی چې دغه هېواد د امریکا په مشرۍ د نظامي ایتلاف د جوړېدو ملاتړ کوي.

د چین د ګلوبل ټایمس په ورځپاڼه کې چې د حکومت ورځپاڼه ده، راغلي دي چې د چین حکومت د داعش پرضد د اقدام طرفداری دی خو طرفداري به یې احتیاط آمیزه وي.

په سرمقالې کې راغلي دي چې چین په مینځني ختیځ کې خپلې ګټې لري چې هیله ده د جګړې له وجې په قصده د خطر سره مخ نشي.

د چین په بلې حکومتي رسنۍ کې چې د چین د خلګو ورځپاڼه نومېږي چین غوښتي دي چې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې باید نړیوال قوانین مراعت شي او دا چې د نړیوالو اړیکو اصول رعایت شي.

داعش چین او نورو هېوادونو ته خبرداری ورکړی دی چې د مسلمانانو د حقوقو څخه به دفاع وکړي.

د یادونې وړ ده چې روان کال په چین کې زیاتې تروریستي پېښې وشوې چې په کښي د چاقوګانو حملې او بمي حملې شاملې وې. چین ددغو بریدونو مسولیت پر بیلتونو غوښتونکو اویغورو مسلمانانو باندې وراچوي چې د چین د سینګ یانګ په سیمه کې ژوند کوي.

بیجینګ ددغو کسانو پرضد یو لړ سخت عملیات ترسره کړي دي چې د بشري حقوقو فعالین وايي د زیاتې قوې څخه په کښي کار اخیستل شوی دی.

د هانګ کانګ د پوهنتون څخه د سیاسي علومو پروفیسور جوسیف چنګ وايي چې یو دلیل یې چې چین د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ملاتړ کوي په چین کې د کورنۍ ترهګرۍ مسله ده.

هغه وایي "مذهبي افراطیت، ترهګري او بیلتون غوښتنې پر چین باندې زیات تاثیرات اچولي دي په داسي حال کې چې چین د سینګ یانګ په سیمه کې د خپلو اقلیتونو سره په مشکلاتو اخته دی."

د ویلو وړ ده چې د داعش ډلې ادعا کړې ده چې چینايي اتباع یې هم په ډله کې شامل شوي دي.

د عراق د دفاع وزارت د روان کال په دوبي کې خپل د فیسبوک پر پاڼې باندې داسې تصویرونه خپاره کړل چې په کښي یو چینايي نیول شوی کس ښکاره کېږي چې د داعش د ډلې دپاره یې جګړه کوله.

XS
SM
MD
LG