د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا د څمکنیو د ولسوال د خلاصون هڅې پیل شوی


د پکتيا امنيې قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل امريکاغږ ته وويل، ګمان کېږي، چې وسله والو کسانو د څمکنيو ولسوال صالح محمد احساس تر تښتونې وروسته سيدکرم او يا زرمت ولسواليو ته انتقال کړی دی.

ولسوال صالح محمد احساس پرون ماسپېښین له څمکنيو څخه ګردېز ته پر لاره و، چې ناڅرګندو کسانو د د لارې په اوږدو کې له موټر چلوونکي سره يو ځای له موټره ښکته او بيا يې له ځان سره بيولی دی.

ښاغلي اورياخېل زياته کړه، چې تر اوسه د روانو عملياتو په اړه پوره جزئيات په لاس کې نلري، خو زياتوي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې ولسوال او موټر چلوونکی يې روغ رمټ راخلاص کړي.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون امريکاغږ ته وويل، چې د دغې پېښې په اړه حکومت خپلې څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه يې د هغه د ځای ځايګي په اړه معلومات ندي تر لاسه کړي.

ښاغلي سمون زياته کړه، چې ولسوال له چا سره شخصي دښمني نه لري، خو د هغه د تښتوونکو په اړه څه ويل له وخته مخکي بولي.

بل طرف د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې ولسوال او د هغه موټر چلوونکی د دوی کسانو له موټره ښکته او بيا يې يوه خوندي ځای ته انتقال کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د مرکز ګردېز او څمکنيو ولسوالۍ تر منځ پرغځيدلې لاره د ځينو نورو ولسواليو ولسوالان هم تګ او راتګ کوي، خو ذبيح الله مجاهد د تښتول شوي ولسوال د تښتونې د لاملونو په اړه څه ندي ويلي.

د يو بل خبر له مخې نن سهار د پکتيا پر جانيخېلو ولسوالۍ د لسګونو وسله والو طالبانو تر حملې وروسته د دواړو غاړو تر منځ جګړه رامنځته شوې، چې پوره پنځه ساعته يې دوام کړی.

د پکتيا د امنيې قوماندان وويل، چې په ياده جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو ته زيان ندی اوښتی، خو د ملا احمد حسن په نوم د طالبانو يو قوماندان او دوه نور طالبان وژل شوي دي.

هغه وويل، چې په دغه بريد کې شپږ طالبان ټپيان شوي هم دي او د هغوی حمله د ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو له لوري په شا تمبول شوې ده.

بل طرف د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي، چې په مېټاخان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د پکتيا په ډله ييزه وسله واله حمله او دغه راز په پکتيکا کې د وژل شويو طالبانو په اړه څه ندي ويلي.

XS
SM
MD
LG