د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: هیله ده دوه ورځو کې به کاندیدان موافقې ته ورسیږي


ارشیف
ارشیف

جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان د دیني عالمانو سراسري شورا د رئیس او غړو سره په خبرو کې هیله ښودلې ده چې تر راتلونکو یوې یا دوه ورځو به د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر وروستۍ موافقه وشي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنیز ټیمونه وایي چې عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي نن په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره د ټاکنو د راوروسته حالاتو په باب په جلا جلا توګه کتلي دي.

دا ټاکنیز ټیمونه وایي چې لومړۍ کتنه د اشرف غني احمدزي او جمهور رئیس حامد کرزي ترمنځ وشوه او بیا عبدالله عبدالله د جمهور رئیس کرزي سره وکتل.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې دا کتنه په ډیره دوستانه فضا کې شوې او دواړو خواو ژر تر ژره د دوو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ د سیاسي موافقې ته په رسیدلو ټینګار کړی دی.

د ښاغلي احمدزي ټاکنیز ټیم یو ویاند عباس نویان هم په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي او اشرف غني احمدزي ترمنځ نننۍ کتنه تایید کړې خو د کتنې په باب یې د جزیاتو د ورکولو نه ډډه کړې ده.

د دوو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ

د جمهور رئیس حامدکرزي سره دغو دواړو کاندیدانو په داسې حال کې کتلي چې د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وایي د نړیوالو منځګړو په منځګړیتوب د سیال تيم سره یې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر په روانو خبرو کې یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د ښاغلي عبدالله د ټاکنیر ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا وایي چې اوس هم د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په برخه کې نورې مسلې لا شته چې باید دواړه خوایې پرې موافقه وکړي.

ښاغلی اوریا وایي " په سیاسي پروسه کې زیاتې او اساسي ستونزې حل شوي دي او دا منځګړیتوب لا ادامه لري او امیدواره یو چې پایلې یې مثبتې وي".

خو ښاغلي اوریا وویل چې په تخنیکي برخه کې ددواړو لوریو ترمنځ ستونزې لا هم په خپل ځای دي.

د ښاغلي احمدزي ټاکنیز ټیم د خپل سیال ټیم سره په خبرو کې د پرمختګ په باب تر اوسه څه نه دي ویلي.

د ښاغلي عبدالله ټاکنیز ټیم هغه مسلې چې تر اوسه حل شوي په ګوته نه کړې خو دواړو ټاکنیزو ټیمونو ته نږدې منابع وایي چې ملګري ملتونه او امریکایي دیپلوماتان د تیرو څو ورځو راهیسې دواړو ټاکنیزو ټیمونو سره په پرله پسې توګه په خبرو بوخت دي او دا منځګړي هڅه کوي چې د ملي وحدت په حکومت کې د اجرائی رئیس د واک په سر د دواړو ټیمونو ترمنځ د نظر یووالی رامنځ ته کړي.

په سیاسي برخه کې د دواړو کاندیدانو د ټیمونو ترمنځ د اختلاف اساسي مسله په راتلونکي حکومت کې د کابینې د ریاست مسله ده چې یو اړخ یې د اجرائي رئیس د واک برخه ګني اوبل اړخ د کابینې مشري د جمهور رئیس د واک برخه ګني.

د کاندیدانو ترمنځ د موافقې په باب د کرزي ډاډ

د بلې خوا د افغانستان ددیني عالمانو سرتاسري شورا د افغانستان د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو غوښتي چې خپل اختلافات دې دخبرو له لارې حل کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د ریاست له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې د افغانستان د دیني عالمانو سرتاسري شورا رئیس او یو شمیر غړو نن په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي نه غوښتي چې ډیر ژر دې د ملي وحدت حکومت جوړکړي او له دې زیات د افغانستان ملت په انتظار کې پرې نه ږدي.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس کرزي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې د دیني عالمانو دغې ډلې ته ویلي چې تمه ده په یوه یا دوه ورځو کې به دواړه کاندیدان یوې موافقې ته ورسیږي.

جمهور رئیس کرزي ویلی " نن ما د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره وکتل او په دوی کې مې د همکارۍ، شوق او د تفاهم د هيلې فضا ډیره ښه وموندله چې انشا الله په راتلونکو یوه یا دوه ورځو کې به موضوع حل او د دوی ترمنځ به شوې موافقه نهایي شي چې تقریبا نهایي شوې هم ده. ستاسو علماوو نننی تشویق او توصیه به حتمآ موضوع چټکه کړي".

د دواړو ټاکنیزو ټیمونو ترمنځ دا خبرې په داسې حال کې دوام لري چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې د یکشنبې په ورځ به د رایو د پلټنې کار بشپړ او ددې اونۍ تر پایه به د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG