د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله او احمدزي ترمنځ نننۍ ناسته سبا ته ځنډیدلې ده


د عبدالله عبدالله ټاکنیر ټیم وایي چې هغه غونډه چې نن ماسپښین د دوو کاندیدانو ترمنځ په یو دریم ځای کې په پام کې نیول شوي وه د یو لړ ملاحظاتو له امله سبا ته ځنډیدلې ده.

ددغه ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې دا کتنه د اشرف غني احمدزي د ټیم د ملخوظاتو له امله د دوشنبې ورځې ته ځنډیدلې ده.

ښاغلي اوریا وویل "متاسفانه د هغو ملحوظاتو له امله چې د تداوم او تحول محترم ټیم لرل دا غونډه نن جوړه نه شوه او بلې ورځې ته پاته شوه"

ددې دمخه د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو ټاکنیز ټیمونو امریکا غږ ته ویلي وو چې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي مذاکراتو په لړ کې نن یوه بله کتنه کړي ده او دواړه ټیمونه دا ګني چې ښايي په ساعتونو کې به دا دواړه کاندیدان د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر وروستۍ پرېکړه ته ورسیږي.

د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وايي، لرې نده چې په څو ورځو او ان په څو ساعتونو کې هوکړې پای ته ورسیږي او وروستۍ پرېکړې وشي.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي وویل ‪"‬هر لیده کاته چې شوي، پرمختګ شوی دی، مختلفې طرحې د میز په سر وې، یوه ټیم طرحه وړاندې کړې، بل ټیم بدیله طرحه وړاندې کړې ده، د هر فکر وروسته دریځونه نېږدې شوي دي، لرې نده، انشاء الله د څو ورځو په اوږدو کې او حتی په څو ساعتونو کې دا پرېکړې وروستۍ شي.‪"‬

دا ډول د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وايي، چې د نړیوالو منځګړو له منځګړیتوب وروسته په سیاسي مذاکراتو کې پرمختګونه راغلي خو لا هم شدید مخالفتونه پاتې دي، چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ پرې نن خبرې کیږي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا وویل ‪"‬دا اوس چې ما او تا سره خبرې کوو، په شدیدو اختلافاتو د دواړو ټاکنیزو ټیمونو د مشرانو ترمنځ خبرې روانې دي.‪"‬

د ولسمشر کرزي ددې خبرو په تړاو چې تېره ورځ یې کاندیدانو ته ویلي وو، چې په دوو ورځو کې دې جوړ شي، ټاکنیز ټیمونه وايي هیله لري، چې توافقاتو ته ورسیږي.

د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وايي، د کابېنې د ریاست په مسئله چې اجرائي پوست ته یې ورکړي، لا هم د اساسي قانون د منلو شرط په ځای پاتې دی.

خو بل لورته د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم وايي، چې په د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په سر ډېر توافقات شوي دي.

XS
SM
MD
LG