د لاس رسي وړ اتصالات

د پغمان د پیښې پنځه تنه عاملین په اعدام محکوم شول


په کابل کې د استیناف محکمې نن په یوه علني غونډه کې د پغمان د ولسوالۍ د ډله ییز جنسي تیري د پیښې له اوو تنو نه پنځه تنه یې په اعدام او دوه تنه نور یې په شل شل کاله بند محکوم کړل.

د کابل د استیناف د محکمې رئیس قاضي صدیق الله حقیق د پغمان د ډله ییز جنسي تیري د عاملینو د علني محاکمې غونډې ته چې نن د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د استیناف په محکمه کې جوړه شوې وه وویل چې دا حکم یې د مجرمانو د دوسیو د څیړولو او دعوی د ټولو خواو د نظریاتو د اوریدلو وروسته کړی ده.

ښاغلي حقیق وویل " د انسان د قاچاق او تښتولو د قانون د ۶ او ۷ مادې له مخې، د ښځو په وړاندې د زور زیاتې د قانون د۱۷ مادې اود جزا دقانون د ۴۲۷ مادې د همدې قانون د تعدیل شوې ۱۴۹ فقریې، د کورني او بهرني امیت په خلاف د جرمونو د قانون د۱۵ مادې او د جزا د قانون د ۱۵۶ مادې ته په پاملرنې تاسو هر واحد په اشد مجازات په اعدام محکوم کړلې".

د کابل استیناف د محکمې په دغه پریکړه کې ددغو پنځه تنو دوه نورو ملګرو ته د شل شل کالو د بند سزا واوروله.

ددغې محکمې د پریکړې له مخې عزیزالله، ظرمحمد، قیس الله، سیمع الله او حبیب الله مشهور په قاري په اعدام محکوم شول او صفی الله او جمیل په شل شل کلونو بند محکوم شول.

د دغې محمکې قاضي وویل چې د صفی الله او جمیل په وړاندې د پغمان د جنسي تیري په پیښه کې د جرم د ثابتیدلو لپاره پوره شواهد نه وو نو ځکه یې دغو دوو تنو ته په دغه قضیه کې برات ورکړ خو هغوی په وسلوالو غلاوو کې د لاس لرلو په جرم په شل شل کاله بند محوم شول.

ښاغلي حقیق وویل چې که دا اوه تنه دمحکمې په پریکړه راضي نه اوسي هغوی د تمیز محکمې ته رجوع کولی شي.

ددې دمخه د کابل ښار ددریمې حوزې یوې لومړنۍ محکمې ټول اوه تورنو ته د اعدام سزا اورولې وه.

دا اوه تنه د یوې لس کسیزې ډلې غړي دي چې د اسد د میاشتې په ۳۱ شپه یې د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې د لویې لارې نه د څلور کورنیو د راګرځولو وروسته ددغو کورنیو په څلور ښخو ډله ایز توګه جنسي تیری وکړ او د هغوی قیمتي وسایل او ګاڼې یې ولوټلې.

د کابل پولیس وایي چې دا ډله په پغمان کې د ډله ایزه جنسي ټیري سربیره په کابل او نورو سیمو کې د وسلو په زور ډیرې غلا هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG