د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله او احمدزي ترمنځ په خبرو کې لږ پرمختګ


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو نن هم د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سرخبرې کړي، د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم وایي چې په خبرو کې پرمختګ ډیر نه دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ټاکنیز ټیمونه وایي چې اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره د کتنې وروسته نن بیا دغو دواړو مشرانو یو بل سره د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر د دواړو ټیمونو ترمنځ په اختلاف وړ مسلو خبرې کړي دي.

خو دواړه ټاکنیز ټمیونه وایي چې یو لړ مسلې لا هم شته چې دواړه ټیمونه پرې د نظر اختلاف لري.

د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم ویاند فیض الله ذکي یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې لا هم دې ته اړتیا ده چې دواړه کاندیدان بیا هم سره وګوري او په دغو مسلو سره خبرې وکړي.

ښاغلي ذکي وویل "مونږ خوشاله یو چې ددواړو کاندیدانو ترمنځ خبرې په ډیره ښه او د تفاهم په فضا کې ترسره شوې خو تراوسه پرمختګ ډیر زیات نه دی په خبرو کې لږ پرمختګ شوی او یولړ د نظر د اختلاف مسلې لا پاته دي چې هیله ده هوارې شي".

ښاغلي ذکي د اختلاف وړ یوه مسله د ملي وحدت په حکومت کې د کلیدي څوکیو د ویش مسله وګڼله وویل چې دا مسله لا هم حل شوې نه ده.

هغه وویل " زه د نمونې په توګه تاسو ته وایم چې یوه د اختلاف مسله داده چې ایا د کابینې ټولې څوکۍ پنځوس فیصده پنځوس فیصده ددواړو ټیمونو ترمنځ وویشل شي او که داسې فورمولونه وموندل شي چې د ددې هیواد وړ شخصیتونه چې د دواړو ټیمونو غړیتوب نلري هغوی نن اویا سبا وکړای شي چې حکومت کې شریک شي".

همداشان د ښاغلي احمدزي د ټاکنیز ټیم دغه ویاند ددواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف بله مسله د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د پایلو د منلو مسله وښودله وویل چې په دې مسله هم لا اختلاف شته دی.

خو ښاغلي ذکي وویل چې د دواړو ټیمونو ترمنځ یوې بلې جنجالي مسلې ته چې په نوي حکومت کې د اجرائی رئیس د څوکۍ د رامنځ ته کیدلو مسله وه اوس د اساسي قانون د غوښتنو له مخې ورته د حل لاره لټول شوې ده.

ښاغلي ذکې هیله وښوده چې نن او یا سبا به کاندیدان بیا سره وګوري او دغو مسلو ته به د حل لارې ولټوي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ په نننۍ کتنه کې د اختلاف وړ مسلو په اړه په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

ښاغلي اوریا وویل " ددواړوټیمونو محترمو مشرانو یوه غونډه لرله او دا غوڼده په ډیره دوستانه او د درناوئ نه په ډکه فضا کې ترسره شوه، خو په نننۍ غونډه کې پرمختګ رامنځ ته نه شو مونږ هیله لرو چې په راتلونکو غونډه کې د پرمختګونو شاهدان اوسو".

هغه هیله وښوده چې دواړه کاندیدان به په راروانو ورځو کې په خپلو کتنو کې د اختلاف وړ مسلو ته د حل لارې چارې ولټوي.

دا دوه ټاکنیز ټیمونه د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سره په خپلو خبرو کې د ورو پرمختګ په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي سره ددغو کاندیدانو د خبرو وروسته دواړو ټاکنیزو ټیمونو په خپلو خبرو کې د ډیر پرمختګ خبر ورکړی وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر هم جمهور رئیس حامد کرزي سره د کتنې وروسته په یو بیان کې ژر د دواړو ټیمونو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر د موافقې د لاسلک خبر ورکړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG