د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ په خبرو کې مهمه موضوع د ایران لخوا د یورانیمو غني کول دي.
ایران وايي چې یورانیم، د انرژۍ د تولید لپاره، غني کوي. خو ځینې غربي هیوادونه شک لري چې ایران دې دغه کار د سوله ییزو اهدافو لپاره وکړي. دوی وايي چې ایران یورانیم د دې لپاره غني کوي چې اټومي وسلې جوړې کړي.
د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ هراړخیزې موافقې ته د رسیدو لپاره د روان کال د جولای د میاشتې مهال ویش ټاکل شوی و. خو ورسته بیا دغه مهلت وغځول شو او د نومبر د میاشتې ۲۴ نیټه وټاکل شوه.
د جولای د میاشتې راهیسې دواړو خواوو د یو بل سره څو ځلې غونډې وکړي. د بروکېنګز د انستیتوت کارپوه رابرټ اېنهورن وايي چې داسې نه معلومیږي چې د نیویارک په غونډې کې دې کوم پرمختګ وشي.
ښاغلي اېنهورن: «په خواشینی سره، زه فکر کوم چې د دې امکان ډیر دی چې دواړه اړخونه دې په خپلو دریځونو ولاړ پاته شي او دا به راتلونکې غونډې وي چې اختلافات به پکښې کم شي.»
د وسلو د کنټرولولو د اتحادې کارپوهه، کیلسي ډیفنپورت په خبرواترو کې د پرمختګ په اړه محتاطانه خوشبینې څرګنده کړه.
اغلې ډیفنپورت وايي چې د جولای د میاشتې د مهالویش غځول دواړو خواوو ته د دې وخت ورکړ چې د خپلو دریځونو په اړه له سره غور وکړي.
کیلسي ډیفنپورټ وايي: «زه فکر کوم چې موږ به په ځینو سختو مسایلو باندې پرمختګ وکړو، لکه د یورانیمو د غني کولو په اړه، خو دا به هم مشکله وي چې د نومبر د میاشتې د ۲۴ نیټې د مهالویش نه دوې میاشتې مخکې دغه کار دې وشي.»
خو د کارنګي د مرکز کارپوه، جیمز اکټن بیا وايي چې د دې امکان شته چې ایران او د نړۍ شپږ قدرتونه دې انتظار وکړي چې مهالویش رانږدې شي بیا به اختلافات حل کړي.
ښاغلی اکټن وايي: « که چیري د لویو امتیازونو د ورکولو خبره وي، نو کیدای شي چې امکان یې یوازې هغه وخت شته چې د نومبر د میاشتې مهال ویش ته لږ وخت پاته وي.»
اکټن وايي چې که چیري ایران موافقه لاسلیک نه کړي، نو کیدای شي چې نړیوال یې په خلاف نور بندیزونه هم ولګوي.