د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی: امنیتي ځواکونه د بحران د کابو کولو وړتیا لري


د افغانستان د کورنیو چارو وزیر
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وایي که چیرې د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ سیاسي خبرې یوې موافقې ته و نه رسیږي نو افغان امنیتي ځواکونه د حالاتو د کابو کولو بشپړه وړتیا لري.

د کورنیو چارو وزیر نن د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته په وینا کې وویل چې دی ډاډه دی چې افغان امنیتي ځواکونه د ټولو مسلو سره په مسلکي بڼه چلند کوي .

د ولسي جرګې نننۍ غونډې د افغانستان د امنیتي وضیعت د څیړلو لپاره د دریو امنیتي ادارو د چارواکي رابلل شوي وو.

داودزي وویل "که امنیتي ارګانونو سیاسي عمل کړی وو تاسو به د نن نه څلور میاشتې مخکې یو ریس جمهور درلوده ، ولو چې هرڅوک وو په دې اتو کې به یو کس رئیس جمهور شوی و دا چې نتیجې ته هم نه رسیږي دا ځکه چې امنیتي ارګانونه بیطرفه پاتې شول د سر نه تراوسه پورې اوس هم بیطرفه دي ".

داوزي د یو شمیر هغو وکیلانو د اندیښنو په ځواب کې که چیرې د دوو کاندیدانو ترمنځ خبرې نتیجه ورنکړي نو امنیتي وضیعت به د کومې ګډوډۍ سره مخ نه شي وویل چې لومړی خو دی باور لري چې دواړه ټیمونه به ژر موافقې ته سره ورسیږي.

خو داوزي د دواړو خواو ترمنځ د نه موافقې د حالت په باب که چیرې احتمالآ موافقه ونه شي وویل چې افغان سیاستمداران اوس ډیر پاخه شوي دي، هغوی ګواښونه کوي خو یو یې هم نه غواړي چې وطن د بحران سره مخ شي.

داودزي وویل "تاسو ته خو اول دا یقین درکوم چې تر کوم ځای پورې چې ماته معلوم دي سیاسي حل نږدې دی ډیر نږدې دی ، رسیږي ورته اما که یا دا یا بله موضوع د ملکونو په عمر کې پیدا کیږي سبا پیدا شوه بل سبا پیدا شوه دا راځي دوه شیان په دا یو کال کې له نږدې ولیدل او ورباندې عقیده لرم یو داچې زمونږ اوستاسو په سیاسي مشرانو کې ډیره پختګي پیدا شوې ده او په مشکلاتو کې پاخه شوي دي غوور او تور کوي اخطارونه ورکوي ولې ګډودي نه غواړي یو یې هم ګډوډي نه غواړي او یو دلیل یې دا دی چې شکر د هغوی کورونه هم شیشه یي دي لکه ځما غوندې".

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې په بل صورت کې هم امنیتي ځواکونه د هرډول حالاتو د کابو کولو لپاره چمتوالې لري.

د کورنیو چارو وزیر په کابل کې د شهید اونۍ د لمانځلو په ورځ د یو شمیر ځوانانو له خوا د هوایي ډزو په هکله چې له امله یې تیره اونۍ په کابل کې یوتن ووژل شو او پنځه نورټپيان شول وویل چې وروسته له دې به هیچا ته ددې اجازه ورنکړي چې هوایي ډزې وکړي.

داودزي وویل "خو که د نن نه بعد پرون هم ما دا اعلان کړی وو تکراروم یې مونږ ته هدایت دادی چې د نن نه بعد هرڅوک چې د سلاح سره راووته او یو هوایي فیر یې هم وکړه خلاف د قانون دی هغه به نیول کیږي او جزا به ورکول کیږي ولو که د واده په ورځ هم ډزې وکړي هغه هم نور جواز نشته دا پالیسي ده".

د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو دمخه د افغانستان ددفاع وزیر سترجنرال بسم الله خان محمدي ولسي جرګې ته خبرې وکړې خو د محمدي خبرو هغه وخت په پارلمان کې جنجال رامنځ ته کړ چې کله د ولسي جرګې یو غړي رمضان بشردوست د افغانستان ددفاع وزیر ته د ولسي جرګې په دغه غونډه کې د قاتل خطاب وکړ او محمدي پرې غصه شو او بشردوست یې د بهرنیانو جاسوس ونوموه که څه هم ددغو خبرو وروسته د ولسي جرګې دا غوڼده د ستونزو سره مخ شوه او دجرګې د ریس او پخپله د محمدي د پرله پسې غوښتنو سره سره یو شمیر وکیلانو دننه په ولسي جرګه کې یو برحاله وکیل باندې د جاسوس تور په لګولو ناخوښي څرګنده کړه خو بیا هم محمدي ته وکیلانو اجازه ورکړه چې خپلې خبرې بشپړې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ددوو کاندیدانو ترمنځ د موافقې په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان د جمهوري ریاست دواړه ټاکنیز ټمیونه وایي چې نن د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي مسلو د هوارولو لپاره نن کومه ناسته نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG