د لاس رسي وړ اتصالات

د مجاهدینو مشران د کاندیدانو ترمنځ منځګړیتوب کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په برخه کې یوې موافقې ته د رسیدلو لپاره د نړیوالو منځګړو په هڅو کې د ورو پرمختګ له امله د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو ددغو دوو ټیمونو ترمنځ د منځګړیتوب پریکړه کړې ده.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتو د دفتر له خوا په یو خپور شوي بیان کې وویل شوي چې د پنجشنبې په ورځ جمهور رئیس حامد کرزي په ارګ کې په یوه غونډه کې د یو شمیر پخوانیو مجاهدینو د ډلو د مشرانو او د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو سره د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د بهیر د اوږدیدلو او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر په موافقه کې د ځنډ په باب خبرې کړي دي.

په دغه غونډه کې حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني، استاد عبدالرب رسول سیاف، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو، پوهاند نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، حاجي دین محمد، محمد اسماعیل خان او پوهاند ګل رحمن قاضي ګډون کړې وو.

د ارګ د بیان له مخې په غونډه کې حاضرو مشرانو د جمهوري ریاست د ټاکنو د بهیر د اوږدیدو له امله اندیښنه څرګنده کړه.

ددغې غونډې برخوالو د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ له روانو خبر نه د نتیجې په نه ترلاسه کیدو خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې دا مشران باید ډیر ژر له کاندیدانو سره خبرې وکړي او هغوی دې ته وهڅوي چې د انتخاباتو د نتیجې له اعلان څخه مخکې، پخپلوکې سره موافقې ته و رسیږي.

ددغې غونډې برخوالو پریکړه وکړه چې په غونډه کې حاضر مشران دې سبا سهار " جمعه " له دواړو کاندیدانو سره وګوري او یوې فوري او چټکې نتیجې ته د رسیدو لپاره دې له هغوی سره همکاري وکړي.

دا بیان وایي چې د افغانستان جمهور رئیس او د جمهوري ریاست مرستیالانو د پخوانیو مجاهدینو د مشرانو د دغې پریکړې هرکلی کړی او له هغوی سره یې په دې لاره کې د هر ډول ملاتړ ژمنه کړې ده.

وروستیو پایلو اعلان

د پخوانیو مجاهدینو مشرانو جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د منځګړیتوب دا پریکړه په داسې وخت کې کړی چې د افغانستان د ټکنیزو شکایتونو خپلواکه کمیسیون د پنجشنبې په مازیګر د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنود پایلو په باب خپله وروستۍ پریکړه د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته استولې ده.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته په کار دي چې د پریکړو د ترلاسه کولو د نیتې وروسته د څلورویشت ساعتونو په موده کې یا دا پریکړې ومني او یا یې هم رد کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواکه کمیسیون رئیس عبدالستار سعادت خبریالانو ته وویل چې که چیرې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون د ټاکنیزو شکایتو د کمیسیون پریکړې ومني نو د قانون له مخې دغه کمیسیون ته په کار دي چې د ټاکل شوې قانوني نیټې په پای کې وروستۍ پایلې اعلان کړي.

سعادت وویل " د ټاکنو د قانون د نهه پنځوسمې مادې د حکم له مخې صلاحیت لري چې په څلورویشت ساعتونو کې پرې اعتراض وکړي په هغه صورت کې چې پرې اعتراض ونه کړي سکوت پرې وکړي یا یې ومني مکلف دی چې ګتونکی کاندید ته وثیقه ورکړي او د افغانستان د ولسمشر په توګه یې اعلان کړي او د افغانستان اوسنې رئیس جمهور هم د اساسي قانون د حکم له مخې وظیفه لري چې د قدرت د سوله ایزه انتقال لپاره د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون په رڼا کې اقدام وکړي".

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون ویاند امریکا ته وویل چې دغه کمیسیون نن مازیګر ناوخته د دوهم پړاو د ټاکنو په هکله خپلې پریکړې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ته استولي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواکه کمیسیون هم وایي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړې ورته رسیدلي دي.

ددغه کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي امریکا غږ ته وویل چې دا کمیسیون به د جمعې په ورځ په یوه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړې وڅیړي او دا به معلومه شي چې پریکړې ومنل شي او که بیرته د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته واستول شي.

هوتکي وویل " سبا ته به د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون مشرتابه هیت یوه غونډه ولري که چیرې اعتراض نه اوسې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پریکړې به په سیستم کې داخل شي چې دا کار یو لنډ وخت ته اړتیا لري او په ډیر ژر وخت کې د پایلو په اعلانولو مونږ د قانون له خوا مکلف شوي یو".

خو هوتکي وویل چې د جمعې په ورځ به پایلې اعلان نه شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره د دوو ټاکنیزو کمیسیونو د چمتوالي په باب ددغو کمیسیونو چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې نن بیا هم د افغانستان د جمهوري ریاست ددوو کاندیدانو ترمنځ په ناسته کې د هغوی ترمنځ د اختلاف وړ مسلو ته د حل لاره و نه موندل شوه.

دواړه ټاکنیز ټیمونه وایي چې یوه د اختلاف مسله د سل په سلو کې د رایو د پلټنو د اعلان مسله ده چې د عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم د خپل سیال ټیم نه غواړي چې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون له خواد پایلو د اعلان په ځای دې د یو بل میکانیزم له لارې دواړه ټیمونه یوې موافقې ته ورسیږي خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم د پایلو اعلان د ټاکنو د بهیر پای ته رسیدلو لپاره لازمي ګڼي.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون هم ویلي چې د پایلو اعلان به د دوو کاندیدانو ترمنځ سیاسي جوړجاړې ته معطل نه کړی.

XS
SM
MD
LG