د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې سبا اعلانیږي


د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء سرپرست جاوید حبیبي امریکا غږ ته وویل د سل په سلو کې د تفتیش او علني غونډو وروسته د ټاکنو د پایلو په تړاو د کمیسیون پرېکړې تېره اونۍ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته ولېږل شوې، او دغه کمیسیون هم خپلې پرېکړې اعلان کړې.

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء سرپرست وویل د ټاکنو د قانون په اساس به سبا د سنبلې د میاشتې په دیرشمه نېټه د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي او د ټاکنو وړونکی کاندید به هم په دې ورځ معلوم شي.

د سیاسي موافقې په باب د کرزي هیله

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د سل په سلو کې د رایو د پلټنو د وروستیو پایلو د اعلان پریکړه په داسې حال کې کړی ده چې جمهور رئیس کرزي نن یو ځل بیا د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو په سر ژر موافقې ته د رسیدلو په باب هیله څرګنده کړې ده.

جمهور رئیس حامد کرزي د شنبې په ورځ د افغانستان د پخواني جمهور رئیس استاد برهان الدین رباني د ددریم تلین په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې د دوو کاندیدانو ترمنځ په ارګ کې د یوې بلې غونډې د جوړیدلو یادونه وکړه وویل چې هیله لري ژر به د افغانستان خلک په دې هکله ښه خبرونه واوري.

ښاغلي کرزي وویل " ګرانو مشرانو پوهیږۍ چې په دې ورځو کې په کارونو کې ډیر مصروف یم تاسې کارونه پیژنۍ چې هغه کوم کارونه دي په هغو کارونو کې مصروف یم نو که مو اجازه اوسې له دغه ځایه مخامخ ځم چې د نورو غوڼدو لپاره چمتووالې ونیسم چې انشالله وروسته زمونږ جهادي مشران او لویان او کاندیدان به مونږ سره په غونډه کې اوسې ترڅو د افغانستان خلکو ته ښه خبرونه ولرو".

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو دواړه ټیمونه هم نن له غرمې وروسته په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي او د افغانستان د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو او د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو سره د یوې بلې غونډې جوړیدل تائیدوي او تمه لري په دغه غونډه کې به د دواړو ټیمونو ترمنځ پاتو ستونزو ته هم د حل لاره وموندل شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندید عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا امریکا غږ ته وویل چې د دواړو ټیمونو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت د جوړولو په برخه کې د یوې مسلې پرته نورې ټولې ستونزې هوارې شوي دي.

ښاغلي اوریا وویل "د دواړو ټیمونو رهبرانو نه ستړي کیدونکي غونډې، خبرې او اترې لرلې او دوی په دې وتوانیدل چې تقریبآ ټول د اختلاف مسایل حل کړي او فقط یو د اختلاف ټکې پاتی دی چې د ټاکنو پایلې په څه ډول اعلان شي".

هغه هیله وښوده چې په نننۍ غونډه کې به دې مسلې ته هم د حل لاره وموندل شي.

د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز ټیم یو ویاند طاهر زوهیر هم نن د غرمې وروسته په ارګ کې د جمهور رئیس حامد کرزي په مشرۍ د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو د ګډې غونډې جوړیدل تاید کړل وویل کیدای شي په دغه غونډه کې دواړه کاندیدان یوې موافقې ته سره ورسیږي.

ښاغلي زوهیر وویل " که تر هغه وخته کوم بله ستونزه رامخې ته نه شي ممکن دواړه وروستۍ موافقه لاسلیک کړي".

دا دواړه ټیمونه دا مني چې د دواړو ټیمونو ترمنځ یوه لانجمنه مسله د سل په سلو کې د رایو د بیا پلټنې د پایلو د اعلان مسله ده چې د عبدالله عبدالله ټیم یې د اعلان مخالف دی.

د همدې له امله ددغه ټیم یو ویاند فضل الرحمان اوریا د دوو کاندیدانو ترمنځ سیاسي موافقه د راتلونکي حکومت د مشروعیت سرچینه ګڼي او وایي چې که دواړه کاندیدان د وروستۍ ستونزې په هوارولو بریالي شي نو د هغوی ترمنځ ګډ حکومت به د سیاسي موافقې نه مشروعیت واخلي.

ښاغلي اوریا وویل " نن ماسپښین او یا مازیګر د دواړو ټیمونو مشران د هیواد له سیاسي او جهادي رهبرانو سره ګډه ناسته لري او مونږ هیله لرو نن دا د اختلاف ټکې حل شي که داسې وشي نو د ملي یووالي دولت راتلونکي اجرائي رئیس به په حقیقت کې خپل مشروعیت د دواړو نوماندانو له سیاسي توافق څخه واخلي".

خو د اشرف غني احمدزي ټاکنیز ټیم لاهم دا ګڼي چې د راتکونکي حکومت مشروعیت د خلکو رایې جوړوي چې په ډیرو سختو شرایطو کې یې په ټاکنو کې په ګډون سره د رایو په وسیله خپله اراده تمثیل کړې ده.

ددغه ټیم یو ویاند ښاغلي زوهیر امریکا غږ ته وویل چې د سیاسي مشروعیت په باب د سیال ټیم څرګندونو ته کومه قانوني او حقوقي توجیه وجود نه لري.

ښاغلي زوهیر وویل " دا سمه ده چې ټاکنې د ګواښ په لور یوړل شوې خو د سلو په سلو کې د رایو د پلټنې وروسته ټاکنې د لوړ مشروعیت نه برخمنې دي ټاکنې یو مکانیزم دی یوه ملي پروسه ده بل هیڅ څه د ټاکنو بدیل نه شي کیدلی دا خبره سمه نه ده او که په دغه خبره ټینګار موجود اوسې فکر کوم هغوی به هم د ملت په وړاندې او هم د نړیوالې ټولنې په وړاندې ودروي".

د ملي وحدت د حکومت په سر د دوو کاندیدانو ترمنخ یوې موافقې ته د رسیدلو لپاره دا هڅې په داسې حال کې چټکي شوي چې تمه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژر د سل په سلو کې ډ ټاکنو د پایلو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG