د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د ملي وحدت حکومت د ټولو افغانانو رایې تمثیلوي


عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې د پنجنشنبې په ورځ د وینا په حال کې
عبدالله عبدالله د لویې جرګې په خیمه کې د پنجنشنبې په ورځ د وینا په حال کې

ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل پخواني سیال او د افغانستان د اوسني منتخب جمهورریس ډاکټر اشرف غني احمدزي سره د ګډ حکومت د جوړولو د موافقې د لاسیلک وروسته نن د پنجشنبې په ورځ د لویې جرګې په خیمه کې د خپلو پلویانو او ملاتړو یوې لوې غونډې ته په وینا کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو د موافقې نه دفاع وکړه وویل چې چې په بله لاره تګ د بحران او د افغانستان د بې ثباتۍ په لاره تګ وه.

ډاکټر عبدالله وویل "په حوصلې سره تر دغه ځای را ورسیدو او یوې پایلې ته ورسیدو ، ټینګار کوم که چیرې د افغانستان شرایطو ته وګورو تر دې غوره لار نه وه او نه یې لرو".

ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو دغې غونډې ته په وینا کې د افغانستان منتخب جمهورریس ته هم مبارکي ورکړه اود ملي وحدت حکومت یې د ټاکنیزو لانجو د پای ته رسولو په برخه کې یوازینۍ د حل مناسبه لاره وګڼله.

داکټر عبدالله وویل "په عین وخت کې غواړم د جناب ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ته د افغانستان راتلونکي جمهورریس ته هم مبارکي ورکړم د سیاسي موافقې د چمتو کولو په موده کې د هغه د چلند نه مننه وکړم".

د افغانستان د دوهم پړاو په ټاکنو کې د ډاکټراشرف غني احمدزي سیال چې ټاکل شوې د ملې وحدت په حکومت کې د اجرائیوي ریس څوکۍ ترلاسه کړي وویل چې د ملي وحدت حکومت په حقیقت کې د ټولو هغو خلکو رایې تمثیلوي چې د افغانستان د جمهوري ریاست ددوهم پړاو په ټاکنو کې یې خپلې رایې کارولي دي.

ډاکټر عبدالله" وویل فکر کوم هغه سیاسی موافقه چې د ملي وحدت د حکومت د جوړیدلو سبب به شي د افغانستان خلکو ته یو ډیر ښه بدیل او کړنلاره ده هغو شرایطو ته په پاملرنې چې مونږ شاته پریښي دي".

ډاکټر عبدالله وویل چې دوه ټیمونه به د ملي وحدت په حکومت کې د یو ټیم په توګه کار وکړي

هغه وویل چې د ملي وحدت حکومت د افغانستان د ویشلو په معنی نه دی بلکه دا حکومت به افغانان یو بل ته سره نږدې کړي.

ښاغلي عبدالله وویل "دامنتخب ملي یووالي حکومت د ټولو افغانانو هدفمند پیاوړۍ او ګډ حکومت دی دا به د یوې سیمې منطقې پورې ټړلی حکومت نه اوسې".

ډاکټر عبدالله په تیرو دیارلس کلونو کې د جمهورریس حامد کرزي د کار ستاینه وکړه وویل چې که څه هم په یو لړ مسلو یې ورسره د نظر اختلاف درلود خو هغه په ډیرو سختو شرایطو کې د افغانستان مشري کړې ده.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې د کار نه د ګوښه کیدلو وروسته د جمهورریس کرزي احترام په ځان لازم بولي.

هغه خپلو پلویانو ته هم مشوره ورکړه چې د مشرانو درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG