د لاس رسي وړ اتصالات

د اکتوبر لسمه، د اعدام ضد نړیواله ورځ ده.


Execution site at Policharkhi jail
Execution site at Policharkhi jail

د اکتوبر په اتمه په افغانستان کې شپږ کسه مجرمین اعدام شول.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي، د افغانستان د نوي حکومت نه غوښتي دي چې د اعدام سزا لغوه کړي.

د ننگرهار د ولایت د جلال اباد د ښار د عیدگاه خطیب، مولوي عبدالعزیز خیرخوا د امریکا غږ اشنا راډیو ته په مرکه کې وویل چې د اعدام سزا خپل حد او حدود لري او چې په ټولو شرایطو برابره تطبیق شي نو، نور خلک ترې عبرت اخلي.

خو قانون پوه کبیر رنجبر د اعدام د سزا د موجودیت او یا لغوه کولو په باره کې په دې تاکید کوي چې د هر ملک شرایط او نظام باید په نظرکې و نیول شي.

ښاغلی رنجبر وایي دی پخپله هم د اعدام مخالف دی، مگر ددې دپاره باید اول قانوني بنسټ جوړ شي. که د افغانستان په اساسي قانون کې بدلون را نه شي حتی د جزا قوانینوکې بدلون نه شي راتلی.

په دې اړه رپوټ دلته اوریدلې شې:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:24 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG