د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت :د جندالله د ډلې مشر په هوايي بريد کې وژل شوى


 د ملي امنيت ریاست وياند حسيب صديقي (ارشیف)
د ملي امنيت ریاست وياند حسيب صديقي (ارشیف)

د حقاني د شبکې د دوو مهمو قوماندنانو د نیولو وروسته د افغانستان ملي امنیت ریاست د افغانستان په شمال ختیځ کې د جندالله په نوم د وسلوالو مخالفانو د یوې بلې ډلې د مشر ملا شمس الدین د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنيت ریاست وياند عبدالحسيب صديقي وایي چې د جندالله په نوم د یوې ترورستي ډلې مشر ملا شمس او د هغه یو بل وسلوال ملګری تیره ورځ مازديگر پنځه نیمې بجې د تخار په ولایت کې په يو هوايي بريد کې وژل شوی دی.

ښاغلي صديقي وويل" ملا شمس الدين، چې د قاري ذبير په نوم يې شهرت درلود اود بغلان ولایت اوسیدونکی وو په افغانستان کې د جندالله ډلې مشري کوله".

ښاغلى صديقي وویل چې په دغه هوایي برید کې د قاري شمس الدين سره د ملا اسد په نوم د تخارولايت د اشکمش د ولسوالۍ یو اوسيدونکى هم وژل شوى دی.

هغه وايي ملاشمس الدين د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې د افغان د حکومت په خلاف فعالیت کوه او د حکومت د یو شمیر چارواکو په وژلو کې یې لاس درلود.

د ملي امنیت د ریاست ویاند زیاته کړه " څنګه چې پوهیږۍ جندالله مستقیمآ اړیکه د تحریک اسلامي ازبکستان سره لري او د تحریک اسلامي ازبکستان د ډلې له خوا چې په افغانستان کې کوم پروګرامونه ترسره کیږي جندالله یې د تطبیق مسولیت په غاړه لري".

ښاغلي صدیقي وویل چې ملا شمس الدين د کندز ولایت د امنيه د پخواني قوماندان مولانا عبدالرحمان سيدخيلي په وژلو کې هم لاس درلود .

افغان حکومت وایي چې د ازبکستان د اسلامي تحریک د وسلوالو مرکز په جنوبي وزیرستان کې دی او دا ډله د حقاني د شبکې په ملګرتیا په کابل او شمیر نورو شمال ختیځو ولایتونو کې د افغان حکومت اوبهرنیو ځواکونو په وړاندې فعالیت کوي.

د افغانستان امنیتي منابع وایي چې ازبکستان داسلامي تحریک د ډلې وسلوالو سړو په وروستیو کلونو کې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو په وړاندې پیچلي بریدونه تر سره کړی دی.

دا منابع د آریانا په هوټل کې د امریکا د استخباراتو د ادارې په یو دفتر د تیرکال د اوړي په برید کې هم د ازبک جنګیالیو د لاس لرل تائیدوي.

تراوسه لا دغې ډلې د ملا شمس الدین د وژلو خبر تائید کړی نه دی.

تیره ورځ د افغانستان ملي امنیت ریاست رسنیو ته داسې ویډیویې تصویرونه استولي وو چې ددغې ادارې سره په بند کې د انس حقاني او حافظ رشید ساتل په کې ښودل شوي وو.

طالبانو لا هم د انس حقاني او حافظ رشید د نیولو په باب څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG