د لاس رسي وړ اتصالات

زورواکو په ننګرهار کې د معلولینو ځمکې غصب کړي دي


شهر جلال آباد
شهر جلال آباد

د ننګرهار ولایت په قاسم آباد ښارګوټي کې معلولینو او د شهداء وارثینو ته ورکړل شوې ځمکې لاهم دغاصبینو په منګولو کې دي.

له جلال آباد ښار په پنځه کیلومترۍ واټن کې پروت دغه ښارګوټي کې څلور کاله وړاندې ۱۳۰۰ نومرې د شهداء او معلولینو په نامه بېلې شوي دي.

سره له دې، چې معلولینو دولت ته د نومرو قانوني پیسې هم ورکړي؛ خو ځمکې یې غاصبینو نیولي او لوړ پوړیزې ودانۍ یې پرې جوړې کړي دي.

په ننګرهار کې د معلولینو د ټولنې مشر مسعود ساپي امریکا غږ ته وویل، اکثره نومرې یې غصب شوي دي.

نوموړی وايي په غاصبینو کې ځینې داسې زوراکي شته، چې له وېرې یې نوم نشي اخستلی.

مسعود زیاتوي، چې والي او ان مرکزي ادارې ته یې د غاصبو زورواکو لیست ورسپارلی خو لا یې څوک ندي نیولي.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس فضل حکیم شېرزاد امریکا غږ ته وویل، په قاسم اباد ښارګوټي کې شاوخوا دوه سوه معلولینو ته نومرې سپارل شوې وې، چې هغوی هم له وېرې خرڅې کړي دي.

نوموړی وايي ګڼې هڅې یې په دغه برخه کې کړي، خو څه په لاس ندي ورغلي.

د ننګرهار د والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي هم مني، چې په قاسم اباد کې ځینو زورواکو د معلولینو ځمکې غصب کړي خو د بېرته اخستنې لپاره یې کړې هڅې بریالۍ ګڼي.

په ننګرهار کې یواځې قاسم اباد ښارګوټی ندی، چې زورواکو پکې ځمکې غصب کړي، بلکې ددې ولایت په ګڼو سیمو او ښارګوټو کې ورته چاره روانه ده.

د ننګرهار والي اعتراف کړی، چې په ولایت کې یې ګڼې ځمکې چارواکو او زور واکو غصب کړي، خو د بېرته راستونې لپاره یې د هڅو ژمنه کړې ده .

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي هم د ځمکو غاصبینو ته خبراداری ورکړی ،چې حساب ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG