د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه به د افغان ط‍البانو د سیاسي بهیر کوربه شي؟


په قطر کې د طآلبانو دفتر
په قطر کې د طآلبانو دفتر

ترکیه کوښښ کوي چې د افغان طالبانو د سیاسي جریان کوربه شي. ترکیې یو ځل مخکې هم همدغسې یو کوښښ کړی و. دا ځل به د ترکیې دغه کوښښ کوم ځای ته ورسېږي؟

اوس په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت جوړ شوی دی. رپوټونه وايي چې د وسلوالو طالبانو سره به د جمهورریس اشرف غني احمدزي د چلند طریقه تفاوت ولري. نو ځکه له پاکستان څخه بل ځای ته د طالبانو سیاسي بهیر د انتقالولو هڅه کیږي.

د محور ورځپانه وايي چې دسولې د شورا له منحل کیدلو سره به د طالبانو یو سیاسي دفتر په انقرې کې کار پیل کړي.

د محور د ورځپاڼې مسول مدیر مطیع الله اباسین وايي دا معلومات ورته په افغانستان کې ځینو هغو تحلیل کوونکو ورکړیدي چی د ترکیې د مقاماتو سره نژدې اړیکې لري.

ښاغلي اباسین وویل چې «دغه کسان د روزل شویو ماسترانو یوه ډله ده اوغواړي چې یو تحقیقاتي مرکز په افغانستان کې جوړ کړي.» ښاغلی اباسین زیاتوي چې ددغو تحلیگرانو خبرې اکثراْ موثقې وي.

اباسین زیاتوي، هغه طالبان چې د جنګ مخالف دي هغوی د سولې هلې ځلې پیل کړیدي او داسې ویل کیږي چې وکیل احمد متوکل یې په راس کې دی.

آیا پاکستان به دې ته غاړه کیږدي چې دا کوم رول او نفوذ چی تر اوسه پوري پاکستان درلوده، هغه دې بالکل ترکیی ته ورکړل شي او پاکستان دی ترې ووځي؟ پاکستان به دا وزغملی شي؟

د افغانستان د حقوق پوهانو د اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح وایي د پاکستان نیت معلوم دی چې نه غواړی په افغانستان کی دایمي سوله راشي، مگر ښاغلی مصباح وايي چې د جمهور ریس اشرف غني احمدزي په قوي او قاطع سیاست اتکا کیدای شي.

د طالبانو پخوانی خارجه وزیر وکیل احمد متوکل وايي د سولې په رابطه د امریکا سره د امنیتي تړون امضا کیدلو وضعیت خراب کړی دی او بله خبره د ترکیې د رول په باره کې ده. ترکیه د ناټو غړی هېواد دی، او یو شمیر مبصرین پرې اعتراض لري.

ددغو دریو کسانو سره د مرکو پر اساس رپوټ دلته اوریدلی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:12:18 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG