د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې د کوباني په جګړو کې ۸۰۰ کسان وژل شوي دي


د سوریې د بشري حقوقو موسسه وايي چې د کوباني په جګړو کې ۲۱ ملکیان هم وژل شوي دي.
د سوریې د بشري حقوقو موسسه وايي چې د کوباني په جګړو کې ۲۱ ملکیان هم وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقوقو د څارنې موسسه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي چې د کوباني په جګړې کې تر ۸۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

د کوباني په ښارګوټي کې، چې د ترکیې سرحد ته نږدې موقعیت لري، د شپږو اونیو راهیسې د اسلامي دولت د وسله والو او کردانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د اسلامي دولت ډله غواړي چې کوباني د کردانو نه ونیسي.

د سوریې د بشري حقوقو موسسې د یکشنبې په ورځ وویل چې په ۸۰۰ کسانو کې چې په کوباني کې وژل شوي دي، نږدې ۵۰۰ یې د اسلامي دولت د ډلې وسله وال دی او ۳۰۰ نور یې کردان دي.

په دغو ارقامو کې بیا هغه د اسلامي دولت د ډلې هغه وسله وال نه دې شامل چې د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي. امریکا وايي چې تیره میاشت تر ۵۵۰ نه زیات وسله وال د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

د بشري حقوقو دغه موسسه وايي چې ۲۱ ملکیان هم وژل شوي دي. خو د کوباني زیاتره اوسیدونکي ترکیې ته تښتیدلي دي. ترکیې ته تر ۲۰۰،۰۰۰ کسان تښتیدلي دي.

د امریکا هوايي قواوو د یکشنبې په ورځ په کوباني کې د اسلامي دولت د ډلې په خلاف پنځه بریدونه کړي دي.

د سوریې د حکومت هوايي بریدونه

په عېن وخت کی د سوریې د بشري حقوقو د څارنې موسسه د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکوي چې د سوریې حکومتي الوتکو د شنبې په ورځ د حمص په مرکزي ولایت کې دوه ځلې بمباري کړې ده چې لږ تر لږه ٢٩ کسان ووژل.

نوموړې موسسې پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې په وژل شوو کسانو کې ١٣ماشومان او شپږ ښځې هم شاملې وي. دغه موسسه وايي چې ١٦ وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو کمیسیون واېي چې په تېرو درې نیمو کلونو کی، یانې د هغه وخت راهیسې چې په سوریې کې د بشارالاسد د رژېم پر ضد پاڅون پیل شو، ۱۸۰،۰۰۰ کسان چې اکثره ېې ملکي وگړي وو، وژل شوي دي.

ملګري ملتونه دا هم وايي چې د سورېې د ټول نفوس سمه نېمه برخه گاونډیوملکونو ته تللي دي او یا په داخل کې بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG