د لاس رسي وړ اتصالات

کرېکټ: افغانستان پاکستان ته حېرانوونکې ماتې ورکړه


د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته نن سه شنبه د اکتوبر په ۲۸ د لاهور ښار د قذافي په مشهوره نړیوال لوبغالي کې حېرانوونکې ماتې ورکړه.

پاکستان لومړۍ منډې وکړې چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۱۳۲ رنزونو هدف ورکړ. پاکستانيان د افغان توپ اچوونکو په وړاندې ډېر و نه پاېیدل، دوی ټول په ۳۳ اورونو کې وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۱۳۲ رنزونو هدف ورکړ.

په افغان بالرانو کې ضیاالرحمن درې پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

په اصل کې دا د ۵۰ اورونو لوبه وه خو باران وشو او لوبه یې ځنډنۍ او اورونه یې هم کم کړل، چې ښايي دغه حالت له افغانستان سره مرسته هم کړې وي،ځکه چې افغانانو ته په ۲۲ اورنو کې ۱۰۲ رنزونه په کار او د لوبې ګټل و.

افغان ځوانانو له احتیاطه ډکه خو نسبتا تېزه لوبه پیل کړه او ورکړل شوی هدف یې په ۱۶م اور کې پوره او لوبه یې په لسو وېګټو وګټله.

دا په خپل کور کې د پاکستان لپاره یوه لویه ماتې بلل کیږي، پاکستان په کرېکټ کې له افغانستان نه ډېر مشر او ډېر تجربه لروونکی دی .

د افغانستان له لوري د پیل لوبغاړي حضرت الله ځاځي ۶۶ منډې وکړې او ترپایه و نه سوځېد. له دې سره د پیل بل لوبغاړي شاهدالله هم ښه ملګرتیا وکړه او ۳۳ منډې یې جوړې کړې او هغه هم تر بريا پورې ولاړ و.

حضرت الله ځاځي د لوبې غوره لوبغاړی شو، ده د پاکستان د ملي تلویزون ته وویل "ما د خپل روزونکي د پلان له مخې لوبه وکړه او ومو ګټله. " دا لوبه د پاکستان د سپورټ د ملي تلویزون او په کابل کې د دوو نورو سیمه اییزو چاینلونو هم ښودله.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي ټیم له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې پاکستان ته تللی او هلته یې له یو شمېر نورو سیمه اییزو لوبډلو سره هم لوبې وکړې.

افغانستان به سبا چهارشنبه د اکتوبر په ۲۹ او د همدغې میاشتې په ۳۱ نېټه د پاکستان سره دوه نورې لوبې هم کوي .

دوی د ۱۹ کلنو د نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته چمتوالي نیسي چې په نومبر میاشتې کې په کویټ کې کیږي، په دغو سیالیو کې په کوربه هېواد سربېره د نیپال، متحدو عربو اماراتو،مالیزیا او سعودي د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبیږي چې په دوی کې به لومړی ټیم د ۱۹ کلنو د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام ته ځي.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله دوه وارې په نړیوال جام کې لوبېدلې ده .

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG