د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ


د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ
د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ

په کابل کې د دریو ولایتونو د معلولو نجونو د باسکتبال د دریم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د پارالمپیک د فدراسیون لخوا او په افغانستان کې د سره صلیب د کمیټې په همکارۍ پیل شوي چې هدف یې د معلولو نجونو د باسکتبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د دغو سیالیو تنظیمونکي شکرالله زیرک امریکا ته وویل چې دوی به ټولې پنخلس غوره لوبغاړې په نښه کړي ، خو په دوی کې به پنځه لوبغاړې د احتیاطي لوبغاړو په توګه وي او که اړتیا وه په ملي‌ سیالیو کې به له ملي لوبډلې سره یو ځای اوسي.

د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ
د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ

د ښاغلي زیرک په وینا دوی غواړي چې له دغه راز سیالیو سره نجونې ورزش کولو ته وهڅوي او په خپله معلولې لوبغاړې ځانونه محرومه احساس نه کړي او د ټولنې د یوه سالم وګړي په توګه په ورځینو چارو کې برخه واخلي.

ښاغلی زیرک وايي "زموږ هدف دا دی چې ښځې ورزش ته وهڅوو او هغه ښځې چې په کور کې ناستې دي فزیکي فعالیتونه وکړي چې هم یې روغتیا لپاره ښه وي‌ او هم په ټولنه کې یې رواني‌ فکرونه ښه شي او د سالم وګړي په توګه فعالیت وکړي."

شبانه اکبر د مزار شریف د لوبډلې غړې امریکا غږ ته وویل چې له تیرو څو کلنو راپدې خوا دغه ورزش پرمخ وړي او ځان ډیر خوښ احساسوي.

آغلې اکبر وايي‌ چې تیر کال دوی د نجونو د باسکتبال د سیالیو اتلولي ګټلې وه او سږکال هم هیله لري‌ چې ډک لاس خپل ولایت ته ستنه شي.

د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ
د معلولو نجونو د باسکتبال سیالۍ

اکبر زیاتوي هیله لري چې ټولې نجونې په تیره معلولې او معیوبې نجونې خپلو ورځنیو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

هغه وايي "له ټولو نه هیله کوم چې کوښښ وکړي په خپلو پښو ودریږي او هیڅکله ځان محروم احساس نه کړي دوی کولای شي هر څه چې وغواړي هغې ته ځان ورسوي."

د افغانستان د پارالمپيک فدراسیون وايي چې اوس مهال په کابل ، بلخ او هرات ولایتونو کې نږدې شپیته تنه معلولې نجونې د ویلچر پر سر د باسکتبال لوبې ترسره کوي او تمه لري چې دغه ورزش هغو ولایتونو ته هم وغځوي چې پکې معلولې لوبغاړې شته

XS
SM
MD
LG