د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې سپینه ماڼۍ جوړه شوې ده


د افغانستان سپینه ماڼۍ
د افغانستان سپینه ماڼۍ

د دې نامه پر اورېدو به تاسې ته د امریکا متحده ایالاتو د هغه ودانۍ انځور ذهن ته راځي چېرې چې د امریکا ولسمشر ژوند کوي،خو دا هغه سپينه ماڼۍ نه ده.

د لته کوم واکمن نه اوسیږي، او نه هم د ودانۍ په چاپېره د کوم امنیتي ګارد څرک لګیږي. بلکې دا په جلال اباد ښار کې یوه نوې جوړې شوې ماڼۍ ته چې خاوند او ځیني سیمه اییز خلک یې سپیڼه ماڼۍ بولي.

په ودانۍ پاس د افغانستان بېرغ لگېدلی دی، ددې کور څښتن ضیاء الرحمن «اسد» دی.

هغه وايي دغه وداني یې د پلار په زوق د دې لپاره جوړه کړې، چې د نورو ولایتونو او ان هېوادونو خلک یې لیدو ته راشي او له دې ځایه د سولې او امن پېغام له ځانه سره یو سي.

ښاغلی اسد وایي "دنورو ولایتونو او یا بهر ملک څخه خلک راشي، او یوه ښه خاطره له ننګرهار څخه یو سي، دغه خلک به نورو ته ووایيی، چې په جلال اباد کې هم یوه ماڼۍ شته، چې د سپینې ماڼۍ تنده پرې ماته کړي."

ودانۍ په دوه نیم جریبه ځمکه کې څلور کاله وړاندې پیل شوې، چې تېر کال یې چارې سرته رسېدلې ۳۴ خونې لرې. او ټول ټال پنځه ملیون امریکايي ډالر لګښت پرې راغلی دی

ددغه ماڼۍ خاوند وايي په څلورو پوړونو کې یې دغه ودانۍ اباده کړې او مناره یې هم درې پوړه لري،چې له ډېرو وړاندې سیمو یې خلک لیدلی شي.

اسد وايي، دی او کورنۍ یې داسې انګیري، چې په سپینه ماڼۍ کې ژوند کوي "بلکل زه داسې فکر کوم، د لوي خدای په فضل سره، چې د ننګرهار په سپینه ماڼۍ کې ناست یو، دا نه وایو، چې زمونږ ده، بلکې دغه ماڼۍ د ټولو لپاره ده. دلته مونږ جرګې کړې، دښمنۍ مو حل کړې، او ټول ولس ته دسولې د پېغام لپاره دغه ودانۍ جوړه شوې ده."

ددغه ماڼۍ څښتن وايي، چې له کلونو راهیسې په ننګرهار کې صرافي او بېلابېلې سوداگریزې چارې پر مخ بیايي.

که څه هم ددې کور څښتن په دغه ودانۍ کې له خپلو ماشومانو سره نه اوسي، خو وايي کله کله د چکر په نیت دغې ماڼۍ ته سر ورښکاره کوي.

ددغه ودانۍ هغه مسول کس مې وپوښت، چې د سپينې ماڼۍ لپاره ټاکل شوی دی "زما نوم قاري مهاجر دی، دهډې د سیمې اوسیدونکی یم. ددغې ودانۍ مسول ټاکل شوی یم. دلته له لرې، لرې ساحو څخه خلک راځي، د مزار شریف، کندهار، کندز او نورو ولایتونو څخه ، او غواړي، چې دا سپینه ماڼۍ وګوري. هر سړی دلته په ازادانه توګه راتلی شي او له دې ځایه لیدنه کولی شي."

دغې ودانۍ ته سیلانیان لاهم ورځي او په لیدو یې دسپينې ماڼۍ تنده ماتوي " زما نوم صداقت دی، کله هډې کلي راغلی یم، هلته به خلکو ویله، چې سپینه ماڼۍ ده، دا مې یو ارمان وو، راغلم ومې کته ډېره خوندوره ده - زما نوم هارون دی ، بس سپینې ماڼۍ ته دسېل لپاره راغلی یم ،چې ویې ګورم ."

په ننګرهار کې ډېرې نورې تاریخي ودانۍ او دسیل ځایونه شته، خو دسپینې لیدل او په دغه سیمه کې شتون یې یو ځانګړی کیف لري.

په افغانستان کې د سپینې ماڼۍ په څېر ودانۍ جوړېدل یوه هېښونکې خبره ده.

XS
SM
MD
LG