د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین د مضرو ګازونو د کمولو په اړه موافقه وکړه


د امریکا او چین جمهور رئیسان د خبرې کنفرانس په مهال
د امریکا او چین جمهور رئیسان د خبرې کنفرانس په مهال

د امریکا او چین د مشرانو هوا ته د Greenhouse د مضرو گازونو د خپریدو د کمولو په اړه موافقه کړې ده.

د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما وویل امریکا موافقه وکړه چې تر کال ٢٠٢٥ پورې به هوا ته د Greenhouse د مضرو گازونو په خپرولو کې د ٢٦ فیصد نه تر ٢٨ فیصد پورې کموالی راولي.

د چین جمهوررئیس شي جین پینګ بیا وویل چې ٢٠٣٠م کال نه ورسته به چین د کاربن د خپریدو کچه راټیټه کړي.

دا اول ځل دی چې چین، چې په نړۍ کې تر ټولو زیات مضر گازونه هواته خپروي، داسي یوې نېټې ته اشاره کوي.

د چین جمهوررئیس دا هم وویل چې چین به تر ٢٠٣٠م کال پورې د خپلې انرژۍ ۲۰ فیصده د پاکي انرژۍ د منابعو، لکه لمر او باد، څخه ترلاسه کړي.

دغه دواړه هیوادونه په هواکې تر ټولو زیات د کاربن ډای اکسایډ گاز خپروي؟

د امریکا او چین د مشرانو دغه اعلان چې د چهارشنبې په ورځ یې وکړ د نړۍ د چاپیریال د بدلولو په هڅو کې مهم نقش لوبولای شي.

جمهوررئیس اوباماپه یوه خبرې کنفرانس کې دا موافقه د امریکا او چین په اړیکو کې ډیره مهمه وبلله.

ښاغلي اوباما وویل چې دا ښيي چې که دغه دوه هیوادونه په گډه کار وکړي نو د څومره شیانو امکانات برابریږي.

ښاغلي اوباما د چین مشران په دې هم وستایل چې غواړي په هغو موضوعاتو باندي بحثونه وکړي چې د نړۍ د دغو دوو تر ټولو لوی اقتصاد لرونکو هیوادونو تر منځ یې اړیکې خړې پړې کړې دي.

د جمهوري غوښتونکو عکس العمل

په امریکا کې د جمهوري غوښتونکي گوند مهمو مشرانو د چاپیریال د بدلون په اړه موافقه غندلې ده.

جمهوري غوښتونکي سناتور میچ مکانل چې فکر کیږي د سنا په مجلس کې به د اکثریت ګوند مشر وي وویل چې دی د ښاغلي اوباما د دې موافقې له کبله د نا آرامۍ احساس کوي.

سناتور مکانل وویل چې «لکه چې ما ولوستل دا موافقه د چینایانو نه تر ١٦ کالو پورې د هیڅ شي د ترسره کولو غوښتنه نه کوي، په داسي حال کې چې د کاربن د خپریدو دغو مقرراتو زما په ایالت او د متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کي زیات تاوانونه رسولي دي.»

د امریکا د آستاځو د مجلس جمهوري غوښتونکي رئیس جان بېنر وویل چې «د چاپیریال د بدلون په اړه موافقه ښيي چې ښاغلی اوباما غواړي خپله د کارونو د کمولو پالیسي دوه چنده کړي، او په دې پسې نه گرځي چې د هغې تاثیر به څه وي.»

XS
SM
MD
LG