د لاس رسي وړ اتصالات

د محصل نړیواله ورځ د فوتسال په لوبو ولمانځل شوه


په کابل کې د محصل د نړیوالې ورځې په ویاړ د فوتسال ورزش سیالۍ
په کابل کې د محصل د نړیوالې ورځې په ویاړ د فوتسال ورزش سیالۍ

د افغانستان د فوتبال فدراسیون وايي چې د محصل د نړیوالې ورځې په ویاړ په دغو سیالیو کې د کابل ښار د فوتسال لوبډلو چې د انستیتوت او پوهنتونونو لوبډلې پکې شاملې وې ګډون کړی دی.

دوی وايي، ټاکل شوې چې دغه ټیمونه به تر پنځو ورځو پورې سره سیالۍ وکړي.

د فوتسال لوبو تنظمونکی عبدالرزاق وايي چې په پام کې لري هر کال د محصل ورځ ددغه راز ورزشي سیالیو په ترسره کولو سره ولمانځي.

په کابل کې د فوتسال ورزش سیالۍ
په کابل کې د فوتسال ورزش سیالۍ

ښاغلی عبدالرزاق وايي " اته ټیمونه چې محصلین پکې له انستیتوب او پوهنتونونو څخه په دغو سیالیو کې یې ګډون کړی دی موږ کوښښ کوو چې دا سیالۍ هر کال ترسره کړو سږکال دا سیالۍ د تحصیل،‌ تهذیب او ورزش په نوم ترسره کیږي."

په ورته وخت کې د پوهنتونونو محصلین وايي چې دا سیالۍ د لوبغاړو د ورزشي کچې د لوړولو لپاره زیاتې ګټورې دي او هیله من دي چې لا زیاتې ورزشي زمینې ورته برابرې شي.

د اباسین په نوم یو لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې د لومړي ځل لپاره یې په دغو سیالیو کې ګډون کړی دی او تمه ده چې ښې لوبې ترسره کړ " دا لوبې زیاتې ګټورې دي ځکه ځوانان کولای شي چې له نشه يي توکو څخه وژغورل شي او ورزش ته مخه کړي په تیره فوټبال پیل کړي."

د فوټبال فدراسیون وايي چې ددغو سیالیو په پای کې به غوره لوبغاړي د محصلینو د لوبډلو په کچه هم وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG