د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د مهاجرت په اړه د خپل اجرائي اقدام جزئیات اعلانوي


ښاغلي اوباما د دې کال په سر کې ویلي و چې د مهاجرت د اصلاحاتو په اړه به اجرائیوي اقدامات وکړي.
ښاغلي اوباما د دې کال په سر کې ویلي و چې د مهاجرت د اصلاحاتو په اړه به اجرائیوي اقدامات وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر اوباما به د پنجشنبې په ورځ د امریکا د مهاجرت په سیستم کې د اصلاحاتو په اړه د اجرائیوي اقدام جزئیات اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جان ارنست د چهارشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر به د پنجشنبې په ورځ ناوخته د امریکا ملت ته وینا وکړي او د مهاجرت په سیستم کې د اصلاحاتو د پلانونو په هکله به خبرې وکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر جې جانسن خبریالانو ته وویل چې د جمهوررئیس اوباما د مهاجرت په اړه اقدامات به هراړخیز وي او د سرحدونو امنیت به هم په کې شامل وي.

ښاغلي اوباما د دې کال په سر کې ویلي و چې د مهاجرت په سیستم کې د اصلاحاتو په اړه به اجرائیوي اقدامات وکړي.

ولسمشر دا وعده وروسته له هغه وکړه چې د سنا مجلس د مهاجرت د اصلاحاتو لایحه تصویب کړه خو د کانګرس د آستاځو جرګې یې په اړه اقدام و نه کړ.

لږترلږه د یوې رسنۍ رپوټ وایي چې د ولسمشر پلان به د امریکا نه د پنځه ملیونو مهاجرو، چې د مهاجرت اسناد نه لري، د ایستلو گواښونه ختم کړي.

د ولسمشر پلان په اساس به د سرحدونو امنیت وساتي او د هغو کسانو سره به مرستې زیاتې کړي چې د ماشومتوب په وخت کې امریکا ته راوستل شوي وو.

تمه کیږي چې اجرائیوي فرمان به د امریکا څخه د هغو میلیونونو بهرنیانو ایستل وځنډوي چې ماشومان یې په امریکا کې زیږیدلي وي او دوی په غیر قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي.

خو اجرائیوي فرمان بیا د امریکا د مهاجرت په سیستم کې لوی بدلون نه شي راوستی او یوازې کانګرس کولای شي چې په فدرالي قوانینو کې تغیر راولي.

اختلافات

د امریکا د ولسمشر لخوا د اجرائیوي فرمان له لارې د مهاجرت په سیستم کې اصلاحات به د په واشنګټن کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو تر منځ سیاسي جنجال راپیدا کړي.

جمهوري غوښتونکي سناتور جان کورنېن ویلي دي چې ولسمشر د دې صلاحیت نه لري چې په خپل سر اقدام وکړي.

سناتور کورنېن وویل چې «زیاتره امریکایان به دغه د قدرت نه ناوړه ګټه اخیستنه وګڼي. د هغه [اوباما] لخوا په خپل سر اقدام کول، چې د قانون اساسي خلاف کار دی او غیر قانوني دی، د قدرت نه ناوړه ګټه اخیستنه ده! دغه به زموږ د هیواد د قانون د حاکمیت دود ته زیات تاوان ورسوي او زموږ د دیموکراسۍ آینده ته به هم ډیر تاوان ورسوي.

ولسمشر په دې ټینګار کوي چې د دې لپاره دغسې یو اقدام کوي چې د کانګرس لخوا د امریکا د مهاجرت په سیستم کې، چې دیرې نیوکې ورباندې کیږي، د اصلاحاتو د راوستلو قوانین نه دې تصویب شوي.

د امریکا په سنا کې تیر کال د امریکا د مهاجرت په سیستم کې د اصلاحاتو لایحه تصویب شوه. خو لایحه بیا د امریکا د کانګرس د استاځو جرګې کوم اقدام و نه کړ.

دیموکرات سناتور ریچارډ ډربېن وویل چې «د جمهوري غوښتونکو په مشرۍ د استاځو جرګه په دې کې پاته راغله چې په دغې لایحې باندې کار وکړي. دوی د دې نه انکار وکړ چې په لایحې باندې دې کار وشي. . . . دوې پخوا هم انکار کړی و. موږ د مهاجرت د کار نه لویدلی سیستم لرو خو دوی د دې نه انکار کوي چې په اړه یې اقدام وکړي.»

اجرائیوي صلاحیتونه

جمهوري غوښتونکي، لکه کورنېن وویل چې د مهاجرت د سیستم د اصلاح کولو امکانات شته خو په هغه صورت کې چې اوباما سیاسي پروسه بې اهمیته و نه ګڼي او په خپل سر کار و نه کړي.

سناتور کورنېن وویل چې «[د دې اقدام] په اساس زموږ ولسمشر او دیموکرات ملګري موږ ته دا پیغام راکوي چې موږ د دې نه تیر یو. موږ خپله وظیفه د قانون جوړونکو په حیثیت نه ترسره کوو. موږ ولسمشر پریږدو چې د یوې امضا په ذریعه د میلیونو خلګو د عفوی فرمان صادر کړي.»

خو دیموکراتان بیا بل نظر لري. دیموکرات سناتور ډربېن وویل چې ښاغلي اوباما به لومړی ولسمشر نه وي چې د مهاجرت په اړه اقدام کوي.

سناتور ډربېن وویل چې «د امریکا هر ولسمشر، د دوایټ ایزنهاور څخه نیولي چې د مهاجرت د سیستم د ښه کولو لپاره یې د خپل اجرائیوي صلاحیت نه کار. هره یوه [دا کار کړی دی]. . . . دا واضح ده چې ولسمشران د دې کار صلاحیت لري.»

دا پریکړه به قضا کوي چې جمهوري غوښتونکي او که دیموکراتان حق وايي. جمهوري غوښتونکو ویلي دي چې د مهاجرت په اړه به هر ډول اجرائیوي فرمان په فدرالي محکمې کې چیلنج کړي. سمدستې، ټول دې ته متوجه دي چې ولسمشر اوباما د مهاجرت په سیستم کې د اصلاحاتو لپاره څه کوي.

XS
SM
MD
LG