د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ٦١ تنه وژلي دي


د والي ویاند مخلص افغان وايي دا وېره شته چې شاید د وژل شویو شمېر لا پسې لوړ شي، ځکه دچې د ځینو یې صحي حالت ښه نه دی.
د والي ویاند مخلص افغان وايي دا وېره شته چې شاید د وژل شویو شمېر لا پسې لوړ شي، ځکه دچې د ځینو یې صحي حالت ښه نه دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست په خپرې شوې اعلامیه کې ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیکا د یحیی خیلو ولسوالۍ برید په سختو ټکو غندلی دی او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.

په پکتیکا کې چارواکي وايي د ولیبال په یوې لوبې کې یو ځانمرګی برید شوی دی چې لږ تر لږه ٦١ تنه یې وژلي او په لسگونو نور یې ژوبل کړي دي.

د پکتیکا د والي مرستیال عطاالله فضلي امریکا غږ ته وویل چې برید د یکشنبې په ورځ د نومبر په ۲۳ نېټه د یحیی خیلو په پړاو نومي سیمه کې په ځايي وخت د مازدیګر په شاوخوا پنځو بجو وشو.

برید کوونکی په موټر سایکل سپور و، وژل شوي او ژوبل شوي ټول هغه کلیوال ځوانان او ماشومان دي چې د لوبې لیدو ته ور ټول شوي وو.

لوبه د دریو ولسوالیو یحیی خیلو، خیرکوټ او یوسف خیلو ولسوالیو ترمنځ د پيل شویو سیالیو، پایلوبه وه.

په ولسي جرګې کې د پکتیکا د خلکو استازي نادر خان کټوازي امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي کسان خپلو کورنیو، کورونو ته انتقال کړي دي او ډېری ژوبل شوي د پکتیکا مرکز د ښرنې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان امریکا غږ ته وویل چې برید داسې مهال شوی چې د ماښام تیارې په خپرېدو وې او دا وېره شته چې شاید د وژل شویو شمېر لا پسې لوړ شي، ځکه د ده په خبره د ځینو یې صحي حالت ښه نه دی.

د دفاع وزرات سیمې ته څرخي الوتکې استولي چې ټپيان روغتونونو ته انتقال کړي او هغوی چې ټپونه یې ژور دي، کابل ته ولېږدوي.

ویل کیږي چې د لوبې لیدو ته یو شمېر سیمه اییز امنیتي چارواکي هم ناست وو، خو تراوسه د کوم امنیتي چارواکي د وژل کېدو او ژوبل کېدو خبر ورکړل شوی نه دی

د پکتیکا د یحیی خیلو ولسوالۍ د دغه ولایت د ګوتو په شمېر امنیتي ولسوالیو کې راځي، دغلته شاوخوا درې کاله وړاندې د ښاغلي کټوازي په خبره خلکو سیمه اییز پولیس وګمارل چې د ولسوالۍ امنیت ټینګ او طالبان وشړي .

که څه هم تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت منلی نه دی، خو دا طالبان دي چې معمولآ په افغانستان کې د هر ډول ځانمرګي برید مسولیت مني.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG