د لاس رسي وړ اتصالات

منصفه هیئت د فرګسن په پيښې کې پر پولیس اتهام و نه لګاوه


د پرېکړې د اعلان ورسته، په فرګسن کې مظاهره چیانو د پولیسو پر موټرو بریدونه وکړل او دوکانونه یې تالا کړل.
د پرېکړې د اعلان ورسته، په فرګسن کې مظاهره چیانو د پولیسو پر موټرو بریدونه وکړل او دوکانونه یې تالا کړل.

د امریکا د میزوري په ایالت کې منصفه هیت پر هغه پولیس اتهام یا د جرم تور و نه لګاوه چې د اګست په میاشتې کې یې یو تورپوستی ۱۸ کلن ځوان وژلی و.

منصفه هیئت د څو میاشتو راهیسې د پيښې په اړه شواهد او اسناد څیړل او د دوشنبې په شپه یې خپله پریکړه واوروله.

د میزوري د ایالت د سنټ لویس د سیمې ځارنوال رابرټ مک کالا وویل چې "د شواهدو د پوره څیړلو ورسته" د ځانګړي منصفه هیئت غړو پریکړه وکړه چې د باور وړ دلیل نه شته چې د ویلسن په خلاف دې الزام ولګول شي.

د منصفه هیئت د پرېکړې د اعلان نه مخکې، په سلګونو کسان د فرګسن په لارو کوڅو کې راټول شوي وو.

د فرګسن په ښارګوټي کې د اګست په نهمه نیټه د پولیسو افسر دارین ویلسن ۱۸ کلن مایکل برون وواژه.

د میزوري د ایالت د سنت لویس د سیمې څارنوال رابرټ مک کالا وویل چې منصفه هیئت تر ۷۰ ساعتونو پورې ثبت شوی شهادتونه او ډیر زیات اسناد او شواهد وارزوي.

ښاغلي مک کالا دا هم وویل چې ټول اسناد به د ده د خبرې کنفرانس نه ورسته خپاره شي.

د اعلان نه ورسته، د برون کورنۍ په یو خپور شوي بیان کې وویل چې دوی د منصفه هیت پرېکړه"سخت مایوسه کړيدي."

د پولیس د افسر ویلسن مدافع وکیلانو ویلي دي چې منصفه هیئت موافقه کړې چې په پيښې کې د پولس د افسر اقدامات د قانون او مقرارات مطابق وو.

په فرګسن کې تشنج

په فرګسن کې د منصفه هیئت د پریکړې د اعلان نه مخکې هم حالت متشنج و. د پریکړې نه ورسته، مظاهره چیان د فرګسن ښارګوټي ته رامات شول.

مظاهره چیانو د پولیسو په موټرو باندې بریدونه وکړل او دوکانونه یې تالا کړل.

پولیسو د مظاهره چیانو د تیت او پرکولو لپاره د اوښکي بهیونکي ګاز نه کار واخیست.

د فرګسن د ښارګوټي نه علاوه، د امریکا په یو شمیر نورو ښارونو کې هم احتجاجونه وشول.

د فرګسن د ښارګوټي وضعیت، چې زیاتره اوسیدونکي یې تورپوستي دي، د مایکل برون د وژل کیدو نه ورسته خراب شو.

د پيښې نه یوه شپه ورسته، په ښارګوټي کې مظاهرې پيل شوي. په ځینو مواردو کې مظاهرې د تشدد نه ډکې وي.

د مظاهرو سره په ښارګوټي کې د پولیسو ګزمې هم ډیرې شوي او په ځینو مواردو کې پولیسو د مظاهره چیانو پرضد د اوښکي بهیونکي ګاز او زرهدارو ګاډو نه هم کار اخیستی.

د آرام پاته کیدو غوښتنې

ولسمشر اوباما په یوه لنډې تلویزوني وینا کې په امریکایانو غږ وکړ چې دا ومني چې دا د منصفه هیئت کار و چې پریکړه وکړي.

اوباما دا خبره ومنله چې پریکړې ځینې خلګ ډیر مایوسه کړي او حتا ځینې کسان یې په قهر کړي هم دي. خو هغه د مظاهره چیانو نه وغوښتل چې د زغم نه کار واخلي او د تشدد نه دې کار نه اخلي.

د امریکا لوی ځارنوال، ایرک هولډر د دوشنبې په ورځ، په یو بیان کې، وویل چې که څه هم د منصفه هیئت خپله پریکړه وکړه خو د امریکا د عدلیې د وزارت تحقیقات اوس هم روان دي.

د میزوري د ایالت چارواکو په وار وار د خلګو نه د کرار پاته کیدو غوښتنه کوله.

د دوشنبې په ورځ د میزوري د ایالت والي جي نیکسن او د دغه ایالت نورو چارواکو د خلګو نه وغوښتل چې که د منصفه پلاوي پریکړه هر څه هم وي دوی باید د «کراري، احترام او زغم» په اساس برخورد وکړي.

XS
SM
MD
LG