د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت سرپرست وزیران له دندو ګوښه کړل


香港支聯會舉行年度平反六四大遊行(美國之音海彥拍攝)
香港支聯會舉行年度平反六四大遊行(美國之音海彥拍攝)

ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت اوسني سرپرست وزیران له دندو ګوښه کړل.

ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د کابل په وخت د یکشنبې په ماښام په ارګ کې په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې دغه اعلان وکړ.

د نوې پرېکړې له مخې به له دې وروسته د وزارتونو لومړي معینان سرپرستان وي.

تېره اونۍ د افغانستان ولسي جرګې کلکه نیوکه وکړه چې له دوو میاشتو وروسته د سرپرستو وزیرانو دنده د قانون خلاف ده، ښاغلي غني وویل چې د دغې پرېکړې هدف هم، د دغې ستونزې حلول دي.

د قانون له مخې هېڅ وزیر نه شي کوی چې تر دوو میاشتو د یوه وزارت سرپرست وي.

د ولسمشر په نوې پرېکړې کې هغه سرپرست وزیران شامل نه دي چې د افغانستان په اړه د لندن په راروان کنفرانس کې ګډون کوي.

ښاغلي غني و نه ویل چې د کوم وزارت سرپرست د لندن په کنفرانس کې برخه اخلي خو ویل کیږي چې د ماليي، دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو سرپرست وزیران له ولسمشر سره د لندن کنفرانس ته ځي.

تر څلورو اونیو پورې !

ښاغلي غني وویل چې په راروانو دوو یا څلورو اونیو کې به نوي کاندید وزیران د افغانستان ولسي جرګې ته د باور د رایو د اخیستلو لپاره ور وپېژني.

خو دواړو ښاغلیو غني او عبدالله ټېنګار وکړ چې راتلوونکې کابینه به له نویو او په کار پوه وزیرانو جوړه وي، چې د دوی په خبره دغه کار لا ډېر دقت او وخت غواړي.

شاوخوا دوه میاشتې کیږي چې د افغانستان ملي حکومت کار پیل کړی دی، خو لا یې هم کوم کاندید وزیر معرفی کړی نه دی، ټاکل شوې، ولسمشر او اجرايي ریس به په ګډه خپل کاندید وزیران معرفي کوي.

دغو دواړو مشرانو د کابینې د جوړولو پر سر د دوی ترمنځ د اختلافاتو خبره رد کړه او ویې ویل چې کابینې ته د وړو کسانو په غوره کولو کې سره سلا شوي دي.

د دوی د توافق له مخې به په نوې کابېنې کې څلور وزیرانې هم وي.

له امریکا او ناټو سره تړونونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له امریکا او ناټو سره د امنیتي همکاریو تړونونه هم توشیح کړل. ښاغلي غني دغه تړونونه د افغانستان لپاره ډېر ارزښتناک وبلل او هیله یې وښوده چې پایلې به یې د افغانستان لپاره مثبتې وې.

ولسمشر غني او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان پارلمان وستایه چې دغه تړونونه یې تصویب کړل.

دوی په ارګ کې غږېدل چې د افغانستان ملي راډیو تلویزون یې غونډه همهاله خپروله.

د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون له مخې امریکا به د را روانو شاوخوا لسو کلونو لپاره د افغان پوځ په تهجیز او روزلو کې مرسته کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني دغه راز اطلاعاتو ته د لاسرسي او د سرشمېرنې قوانین هم توشیح کړل.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG