د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې پارلمان نوی لویدیځ پلوه حکومت منظور کړ


د اوکراین د صدراعظم ارسیني یاتسینوک په نوي حکومت کې یو شمیر خارجي ټیکنوکراټانو هم شامل دي.
د اوکراین د صدراعظم ارسیني یاتسینوک په نوي حکومت کې یو شمیر خارجي ټیکنوکراټانو هم شامل دي.

په اوکراین کې پارلمان د لویدیځ طرفدار نوی حکومت منظور کړ. په نوي حکومت کې یو شمیر خارجي ټیکنوکراټانو ته ځای ورکړل شوي دي.

کیف هلې ځلې کوي چې خپل ویجاړ اقتصاد بیا په پښو ودروي او د روسیې سره سرحد ته نژدې د بېلتون غوښتونکو یاغیانو بغاوت ختم کړي.

د اوکراین د صداعظم ارسیني یاتسینوک کابینه د سې شنبې په ورځ اعلان شوه.

د اوکراین په کابینې کې ځینې بهرني کسان هم شامل دي چې د ولسمشرۍ د فرمان په اساس دغه کسانو ته د اوکراین تابعیت ورکړل شوی وو.

په دغو بهرنیو اشخاصو کې امریکايي تبعه ناتلي جریسکو هم شامله ده چې د مالیې د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

رپوټونه وايي چې د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي قواوو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ یو ځل بیا په اوربند موافقه وشوه.

په ورستیو میاشتو کې دا دوهم ځل دی چې په آزمویښتي توګه اوربند اعلان کیږي، خو د سې شنبې په ورځ د دونتڅک د ښار د هوايي ډګر د شاووخوا څخه د ډزو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ناټو او روسیه

له بلي خوا د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا د اوکراین د پوځ څخه ملاتړ اعلان کړی.

ناټو د روسیې حکومت وغندی چې د دوی په قول د اوکراین « بې ثباته کولو ته یې په قصدي توگه دوام ورکړی دی.»

د ناتو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وویل چې د روسیې اعمال چې د اوکراین امنیت یې خراب کړی دی د اروپا ـ اوقیانوس د ټولې سیمې په امنیت باندې هم جدي تاثیرات لري.

د ناټو عمومي منشي د سه شنبې په ورځ په بروګسل کې د ناټو د غړو هیوادنو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې خبرې وکړي.

«موږ د روسیې نه غواړو چې خپل مکلفیتونه دې تر سره کړي. په دې کې د اوکراین او د اوکراین د سرحد نه د روسیې د قواو او نظامي تجهیزاتو ایستل، د دغه سرحد نړۍ واله څارنه او خبرو ته موقع ورکول شامل دي....»

د ناتو عمومي منشي اعلان وکړ چې څلور بسپنه ورکونکي مؤسسې اوس دې ته حاضري شويدي چې د اوکراین د پوځ د لوژستیک، د قوماندې او کنټرول، د کمپیوټري دفاع او د پخوانیو عسکرو په فعال ساتلو کې مرستې وکړي.

د ناتو وزیرانو دغه راز د یوه نوې وجهې صندوق د تاسیسولو اعلان هم وکړ چې د اوکراین د زخمي شوو عسکرو په معالجه کي به کار ترې واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG