د لاس رسي وړ اتصالات

د سنا رپوټ: سي آی اې مشکوک تروریستان شکنجه کړي


د امریکا د سنا د مجلس د استخباراتو د جرګه ګۍ مشره ډاین فاینسټاین د سې شنبې په ورځ رپوټ خپور کړ.
د امریکا د سنا د مجلس د استخباراتو د جرګه ګۍ مشره ډاین فاینسټاین د سې شنبې په ورځ رپوټ خپور کړ.

د امریکا د سنا د مجلس یو رپوټ وايي چې سي آی اې مشکوک تروریستان شکنجه کول او د تحقیقاتو داسې لارې چارې یې استعمالولي چې د امریکا د ارزښتونو په خلاف وي.

د امریکا د سنا د مجلس د استخباراتو جرګه ګۍ د سې شنبې په ورځ دغه رپوټ خپور کړ چې پکې ویل شوي دي چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي آی اې د هغو کسانو سره چې د تروریزم په شک یې نیولي وو ناوړه سلوک کړی دی.

په رپوټ کې سي آی اې لخوا د تحقیق کولو د هغو ډولونو په اړه څرګندونې شوي چې د مشکوکو ترویستانو نه د معلوماتو د اخیستلو لپاره استعمالیدل.

د تروریزم په شک د دغو مشکوکو کسانو نه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې نه بیا د ۲۰۰۹ کال د جنوري تر میاشتې پورې تحقیقات شوي وو.

په رپوټ کې د ۱۱۹ مشکوکو تروریستانو څخه د سي آی اې د تحقیق کولو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

خپور شوی رپوټ ۵۰۰ پاڼې دی او د هغه رپوټ خلاصه دی چې ۶۷۰۰ پاڼې لري.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې سي آی اې کانګرس او د امریکا خلګو ته د تحقیق کولو د ډولونو د اغیزمنتیا په اړه رښتیا نه دي ویلي.

د تحقیق کولو په ډولونو کې په تنګو ځایونو کې قیدول، خوب ته نه پریښودل او په اوبو کې د غوټه کولو احساس ورکول شامل وو.

د امریکا د ارزښتونو سره په تضاد کې

سناتورې ډاین فاینسټاین، د رپوټ د خپرولو په وخت کې، وویل چې «[که د شکنجې لغت معنی شي] په ساده ژبه د سي آی اې لخوا بندیان شکنجه شوي وو.»

میرمن فاینسټاین وویل چې «دا ښيي چې یوه لسیزه مخکې چې سي آی اې کوم اقدامات کړي دی هغه زموږ پر ارزښتونو او زموږ تاریخ باندې یوه توره لکه ده.»

ولسمشر اوباما وویل چې د ده په نظر دغه «سختې طریقې نه یوازې د یو ملت په حیث زموږ د ارزښتونو سره په تضاد کې وي، بلکه د تروریزم خلاف زموږ هڅو یا زموږ ملي امنیت ته یې هم ګټه نه رسوله.»

ولسمشر اوباما وویل چې دی به دا «یقیني کړي چې د دغسې لارو چارو څخه به بیا استفاده نه کیږي.»

امریکايي سناتور جان مکین چې پخپله هم د ویتنام د جګړې په مهال زنداني او شکنجه شوی و وویل چې د شکنجې له لارې د اعتماد وړ استخباراتي معلومات نه شي ترلاسه کیدای.

سناتور مکین وویل چې «ښکاره ده، چې د دوښمن د ماتولو لپاره موږ استخباراتي معلومات ته ضرورت لرو. خو موږ د اعتمادوړ استخباراتو ته ضرورت لرو. د شکنجې له لارې د داسې معلوماتو چې نتیجه ورکړي پرځای د ناسم معلومات ترلاسه کیږي.»

د رپوټ د خپریدو ویره

امریکايي چارواکې او د کانگرس غړې اندیښنه لري چې د رپوټ محتوا به سخت دریځو ډلو ته د امریکا ضد تبلیغاتو موقع ورکړي.

د امریکا پوځ، ددې ویرې له امله چې د رپوټ په خپریدو به په امریکایي تاسیساتو بریدونه وشي، په بهرنیو هیوادونو کې خپل زرگونه عسکر تیارسی کړيدي.

سناتورې ډاین فاینسټاین وویل چې «داسې خلګ شته چې د دې رپوټ نه به ګټه واخلي او دا به ووايي چې وګوره امریکایانو څه وکړل؟ او دوی به دغه [رپوټ] د خپلو خرابو کارونو او د تشدد د پارولو لپاره استعمال کړي.»

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکايي سفارتخانو او د امریکا دباندې نورو امریکايي تاسیساتو د احتمالي امنیتي خطراتو سره د مقابلي لپاره چمتوالی نیولی دی.

امریکايي قوماندانانو ته هم خبرداری ورکړل شوی دی چې د امریکا دباندې د امریکايي قواوو او اډو د ساتلو لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د سي آی اې د مشرانو ځواب

د سي آی اې اوسنی رئیس جان برنېن، په یو بیان کې، ویلي دي چې سي آی اې اشتباهات کړي دي او تل یې خپل لوړ معیارونه نه دې ساتلي.

خو ښاغلي برنېن ټینګار وکړ چې د تحقیقاتو په اساس سي آی اې داسې معلومات تر لاسه کړي وو چې د بریدونو د مخنوي، د تروریستانو د نیولو او د خلګو د خونديتوب سره یې مرسته کړې وه.

د سي آی اې پخواني رییس مایکل هیډن، د سي بي سي د تلویزون سره د خبرو په مهال، په سي آی اې باندې تورونه رد کړل.

مایکل هیډن وویل: «داسي فکر کول چې دې پروگرام گټه نه رسوله، او موږ په دوامداره توگه ټولو ته دروغ ویل، دا بالکل درسته خبره نده او زما له تصور نه بهر ده.»

سږ کال څه موده مخکې، ولسمشر اوباما ومنله چې د تحقیق څو ډولونه، شکنجه بلل کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG