د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په افغانستان کې له امریکايي عسکرو مننه وکړه


ولسمشر اوباما د امریکا د نیوجرسي د ایالت د فورت ډیکس په پوځي آدې کې
ولسمشر اوباما د امریکا د نیوجرسي د ایالت د فورت ډیکس په پوځي آدې کې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د هغو امریکايي عسکرو ستاینه وکړه چې په افغانستان کې یې خدمت کړی دی. هغه وویل چې امریکا د خپلو عسکرو ډیره منندویه ده.

د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ د امریکا د نیوجرسي د ایالت د فورت ډیکس پوځي آدې ته تللی و. دغه هغه اډه ده چې ورنه افغانستان ته امریکايي پوځیان ځي او راځي.

په افغانستان کې به د نړیوالو قواوو محاربوي ماموریت دوې اونۍ ورسته پای ته ورسیږي.

اوباما وویل چې هغه مهال چې د امریکا د ولسمشر په توګه انتخاب شو نو په افغانستان او عراق کې ۱۸۰۰۰۰ امریکايي پوځیان ځای پرځای وو خو د جنوري ترمیاشتې پورې به دغه شمیره ۱۵۰۰۰ ته راکمه شي.

د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به په افغانستان کې یو شمیر امریکايي عسکر پاته شي او د ناټو د نوي ماموریت په چوکاټ کې به افغان قواوو ته روزنه او مشوره ورکړي.

اوباما عسکرو ته وویل چې د امریکا دباندې د امریکايي عسکرو د خدمتونو نتیجه ده چې امریکا پرامنه ده.

اوباما زیاته کړې ده چې امریکایان به په بیلابیلو موضوعاتو اختلافات ولري، خو کله چې د امریکا د پوځیانو خبره کیږي نو ټول په اتفاق دي او ورباندې ویاړي.

ولسمشر اوباما وویل چې په افغانستان کې جګړه «په مسولانه توګه پای ته رسیږي،» خو په افغانستان کې اوس هم خطرونه شته.

په افغانستان کې به د ۲۰۱۴ کال نه ورسته یو شمیر امریکايي عسکر پاته شي او د قاطع ملاتړ په نامه د نړیوالو قواوو د هغه ماموریت برخه به وي چې د افغانستان قواوو ته به روزنه او مشوره ورکوي.

ولسمشر اوباما وویل چې د امریکا د پوځ لپاره اوس د بدلون شیبه ده. هغه زیاته کړې ده چې نور نو هغه وخت نه دی چې د ملت جوړونې لپاره به ډیر شمیر عسکر نورو هیوادونو ته استول کیدل.

د فورت ډیکس د آډې څخه امریکايي پوځیان د افریقا لویدیځو هیوادونو ته هم ځي او هلته د ایبولا د ناروغۍ خلاف د مبارزې ماموریت مخې ته وړي.

اوباما وویل چې د دغو امریکايي عسکرو د هلو ځلو په نتیجه کې د زرهاوو انسانانو ژوند ژغورل شوی.

اوباما د فورټ ډیکس په اډې کې دا خبره هم وکړه چې د ۱.۱ ټرلیون ډالرو بودیجه به امضا کړي چې کانګرس تصویب کړې ده. په نوې بودیجې کې به د امریکايي عسکرو معاشات هم ډیر شي.

XS
SM
MD
LG