د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کرکټ بورډ: د لوبغاړو د روغتیا د ستونزې له کبله نړیوال جام ته لوبډله نده جوړه شوې


د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکو په لاهور کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د لوبغاړو د فیټنس ستونزه لري.
د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکو په لاهور کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې د لوبغاړو د فیټنس ستونزه لري.

د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي د لوبغاړو د فیټنس (روغتیا) په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او له همدې کبله ندي توانېدلي چې راروان ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړي.

په نړیوال جام کې ګډون کوونکي ټیمونه مکلف و چې د مۍ تر لومړۍ نیټې پورې د خپلې ۱۵ کسیزې لوبډلې د لوبغاړو نوملړ د کرکټ نړیوالې شورا ته وسپاري او کولای شي چې د مۍ تر ۲۵ په لوبډله کې بدلون راولي.

ټاکل شوې ده چې په جون کې په ویسټ انډيز او متحده ایالاتو کې کیدونکي نړیوال جام له پیل وړاندې، پاکستان له ایرلنډ او انګلنډ سره ۲۰ اوریزې لوبې وکړي. کرکټ بورډ د پنجشبنې په ورځ مۍ دوهمه (غوايي ۱۳) اعلان وکړ چې ددغو لوبو د پاره یې تیز توپ اچوونکي حارث روف او حسن علي په لوبډله کې شامل کړي دي.

ددغو لوبو د پاره د پاکستان په لوبډله کې ویکټ ساتونکی محمد رضوان، توپ وهونکی اعظم خان او محمد عرفان خان هم شامل دی چې تیره میاشت له نیوزیلنډ سره په لوبه کې زخمي شوی و.

د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي مسئول وهاب ریاض نن په لاهور کې یو خبري کنفرانس ته وویل: "موږ د څو لوبغاړو سره د فیټنس ستونزه لرو خو تمه لرو چې د انګلنډ د سفر په ترڅ کې به وتوانیږو نړیوال جام ته خپل سکواډ نهايي کړو."

حارث روف د فبروري په میاشت کې د پاکستان په سوپر لیګ کې د ژوبل کېدو راهیسې لوبه نده کړې.

وهاب ریاض وویل: "روف توپ اچونه پیل کړې ده او له انګلنډ سره د لوبې تر وخت پورې به سیالۍ ته تیار شي. د ممکنه ځای ناستي لوبغاړي په توګه حسن علي انتخاب شوی دی." نوموړي هم د ۲۰۲۲ له سپتمبر راهیسې په نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو کې ګډون ندی کړی.

ورو توپ اچوونکی الروانډر اغا سلمان چې تراوسه یې یوازې په یو ورځنیو او ټیسټ لوبو کې برخه اخیستې، په لومړي ځل د نړیوالو ۲۰ اوریزو لوبو لپاره په لوبډله کې شامل شوی دی.

پاکستان له ایرلنډ سره د مۍ په ۱۰، ۱۲ او ۱۴ په ډبلین کې لوبې لري او ورپسې د مۍ تر پایه پورې، له انګلنډ سره څلور لوبې کوي.

له ایرلنډ او انګلنډ سره د لوبو دپاره د پاکستان لوبډله: بابر اعظم (کپتان)، ابرار احمد، اعظم خان، فخر زمان، حارث روف، حسن علي، افتخار احمد، عماد وسیم، عباس افریدي، محمد عامر، محمد رضوان، محمد عرفان خان، نسیم شاه، صایم ایوب، اغا سلمان، شاداب خان، شاهین شاه اپریدی، عثمان خان

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG