د لاس رسي وړ اتصالات

ځانمرګي بریدکې ټپي شوي فلم اخیستونکي زبیر ساه ورکړه


افغان فلم اخیستونکی زبیر حاتمی خاورو ته د سپارولو مراسم
افغان فلم اخیستونکی زبیر حاتمی خاورو ته د سپارولو مراسم

درویشت کلن زبیر حاتمي چې د میترا په نوم د یو خصوصي تلویزیون سره یې د فلم اخیستونکي په توګه کار کوه او د قوس د میاشتې په شلمه نېټه د استقلال په لیسه کې د تیاتر د یوې نندارې نه د فلم اخیستلو په وخت په ځانمرګي برید کې، ټپي شوی وو، د پیښې وروسته په کابل کې ایمرجنسي روغتون ته رسول شوی وو، په روغتون کې د نږدې لسو ورځو شپو د درملنې وروسته تیره شپه په دوولسو بجو په ساه ورکړه.

د زبیر حاتمي ټپونه ژور وو، او په تېرو لسو ورځو کې د کوما په حالت کې وو.

د زبیر حاتمي کورنۍ وایي ټاکل شوې ده چې د هغه مړی به نن یکشنبه د کابل ښار د بریکوټ په سیمه کې خاورو ته وسپارل شي.

د میترا تلویزیون د خبرخونې مسؤل سعید حقیقي وایي چې په وخت د زبیر حاتمي درملنې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

سعید حقیقي امریکا غږ ته وویل ‪"‬یوه خبره خو دا ده چې زبیر سخت ټپي شوی وو، ددې امکان کم وو، چې له روغتون بهر وویستل شي، خو بل علت یې دا هم دی، چې جمهوري ریاست وعده کړې وه ترڅو زبیر یوه بهرني ملک ته د درملنې لپاره ولیږي، خو دا کار و نه شو.‪"‬

سعید حقیقي هغه بنسټونه هم ګرم کړل، چې د خبریالانو لپاره کار کوي، هغه وویل دغو بنسټونو په وروستیو کې ان د زبیر پوښتنه هم نه کوله.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني او اجرائیه ریس عبدالله عبدالله د زبير حاتمي پر مړينې خپګان څرګند کړی دی.

د افغانستان جموري ریاست د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې جمهور رئيس غني د زبير حاتمي پر مړينې د مرحوم کورنۍ، دوستانو او د مطبوعاتو کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او متوفی ته د لوی خدای له دربار څخه د برین جنت هيله کوي

همداشان د ملي یووالي د حکومت اجرائیوي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د زبیر حاتمي په مړینه خواشیني ښودلې او د هغه دکورنۍ له غړو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې نی د یوې اعلامیې په خپرولو سره د زبیر په مړینه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې دهغه په مړینه افغان خبریالان غمجن شوي دي.

د زبیر په مړینې افغان خبریالانو په فیس بوک او ټویټر ټولنیزو شبکو کې د خفګان او غمرازۍ څرګندونې کړي دي او د زبیر عکسونه یې په خپلو پاڼو پورته کړي.

ځینو خبریالانو د استقلال د لیسې برید وحشیانه ګڼلی.

طالبانو نږدې لس ورځې وړاندې د استقلال په لیسه کې د فرانسې په کلتوري مرکز د دغه ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی وو او ویلي وو چې دا برید د استشهادي بریدونو د غندنې لپاره په دغه کلتوري مرکز کې په یو ه جوړه شوې ننداره یې کړی دی.

زبیر حاتمي کوچنیوالی په ایران کې تېر کړی او لومړنۍ زده کړې یې هم په ایران کې کړې وې.

XS
SM
MD
LG