د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني وايي کابینه به په یوې اونۍ کې معرفي کړي


ولسمشر د پارلمان ورغلي پلاوي ته ویلي چې باید نوې کابېنه د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د افغان پارلمان ورغلي ته پلاوي ته ژمنه وکړه چې په راتلونکې یوې اونۍ کې به د نوې کابینې نوماند وزیران وروپېژني.

ولسمشر له پلاوي سره د کابېنې د ځنډ پر دلایلو هم خبرې وکړې، خو د ولسمشر ټېنګار کړی چې باید نوې کابېنه د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.

د ولسي جرګې لومړي منشي سید اکرام چې په دغه پلاوي کې شامل و، ا مریکا غږ اشنا ته وویل چې ولسمشر به د جمعې په شپه له اجرايي ریس عبدالله عبدالله سره وګوري او د نوماندانو ترتیب شوی لست به له یو بل سره شریک کړي.

ښاغلی اکرام وايي د ولسي جرګې پلاوي ولسمشر ته د کابېنې د نه معرفي کېدو د ځنډ اصلي علت ځینو بهرنیو هېوادونه خپل سفرونه یاد کړل.

ښاغلي اکرام وویل " ولسمشر وویل چې د کابېنې معرفي کېدل ځکه وځنډېدل چې موږ یو شمېر مهم سفرونه درلودل او په یو لړ نورو مهمو کارونو بوخت وو. لست مو نهايي کړی دی او د راتلوونکې اونۍ تر پایه به یې ولسي جرګې ته در واستوم. "

ولسمشر غني وکیلانو ته ویلي چې د افغانستان روانو حالاتو او واقیعتونو ته په کتو به یو متعادله او د ټول ولس یوه استازې کابینه جوړوي.
ولسمشر غني وکیلانو ته ویلي چې د افغانستان روانو حالاتو او واقیعتونو ته په کتو به یو متعادله او د ټول ولس یوه استازې کابینه جوړوي.

ښاغلی اکرام وايي ولسمشر غني وویل چې له اجرايي ریس سره یې د کورنیو چارو وزارت ته د نومول شوي نوماند پر سر ستونزه تر ډېره حل شوې ده، خو ولسمشر وکیلانو ته د کوم خاص کاندید نوم ښودلی نه دی.

د جمهوري ریاست په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر غني د افغانستان د پارلمان ورغلي پلاوي ته ویلي چې راتلوونکې کابینه باید د افغانستان روانو حالاتو او واقیعتونو ته په کتو جوړه او یوه متعادله او د ټول هېواد استازې کابینه وي.

د افغانستان ولسي جرګې تر دې وړاندې د ملي یوالي د حکومت له اجرايي ریس عبدالله عبدالله سره هم د کابینې د ځنډ په اړه کتلي وو، ښاغلي عبدالله د کابینې د ځنډ ډېره پړه پر ولسمشر اچولې وه چې خپل کاندیدان یې ور معرفي کړي نه دي.

د ولسي جرګې په ورغلي پلاوي کې د جرګې اداري هیات او د کمیسیونونو مشران شامل وو.

سره له دې چې د ملي یوالي د حکومت د کار شاوخوا درې میاشتې کیږي، خو لا هم افغانستان کابینه نه لري او ټولې چارې یې سرپرستان پر مخ وړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. لومړۍ ماستري یې په ۲۰۱۳ کال کې (له لېرې واټن- Distance Learning) د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG