د لاس رسي وړ اتصالات

د 3D د ټکنالوجۍ نه استفاده به د کورونو جوړول آسانه کړي


د ویکي هاوس د کورونو د جوړولو لپاره لارښوونې لري.
د ویکي هاوس د کورونو د جوړولو لپاره لارښوونې لري.

څیړونکي وايي چې پر انټرنیټ د کورونو داسې طرحې شته چې په اساس یې د جوړ شوو موادو نه کورونه جوړیدی شي.

د میکنزي نړیوال انستیتیوټ وايي چې د نړۍ د نفوسو د دریېو نه یوه برخه یې په غیرمعیاري کورونو کې ژوند کوي.

تر ۲۰۳۰ کاله پورې به د نړۍ نفوس تر اتو میلیاردو واوړي چې دغه به په ښارونو کې ستونزې ډیرې کړي. یو له دغو ستونزو نه د معیاري کورونو یا سرپناو نه موجودیت دی.

اوسمهال، د یو کور جوړول د اونیو نه نیولې بیا تر میاشتو پورې وخت نیسي.

په لندن کې، د رضاکارانو یوه ډله د داسې لرګیو نه کور جوړوي چې مخکې ډیزاین شوي دي. دغه ته په اصطلاح ویکي هاوس یا ویکي کور ویل کیږي.

لرګي په منظمه او ډیر دقیقه توګه، د کمپيوټري ماشین لخوا ټوټې او ډیزاین کیږي. طرحه یا خاکه یې د انټرنیټ نه اخیستل شوې ده.

السټار پاروېن د ویکي هاوس له بنسټ ایښودونکو نه دی. هغه چې د ودانیو د ډیزاینولو ماهر دی وايي چې د چاپ د درې بعدي ماشین یا 3D پرینټرز نه استفاده به دې ته زمینه مساعده کړې چې خلګ ځانو ته په مناسبه بیه کورونه جوړ کړي.

السټار پاروېن وویل چې «ویکي هاوس یا ویکي کور په حقیقت کې د هغو ټکنالوجیو د ودې سلسله ده چې په وسیله یې په ډیرې آسانۍ سره کورونه جوړیدی شي. داسې چې هرڅوک یې د جوړلو وس ولري. او د دغه کار لپاره موږ به د انټرنیټ او د ډیجټلي تولیدولو د ټکنالوجۍ نه کار واخلو.»

د نندارې لپاره، ویکي هاوس په لسو ورځو کې جوړ شو. ورسته بیا، ټوټې سره جلا کیږي، بل ځای ته وړل کیږي او هلته بیا دایمي کور ورنه جوړیږي.

پاروېن وايي چې دغه به هغه کورونه وي چې طرحې به یې پر انټرنیټ موجودې وي

استار پاروېن وویل چې «د اوپن سوړس Open Source سافتویر نه استفاده بیخې عامه شوې. زیاتره سافټویر چې موږ یې استعمالوو اوپن سوړس سافټویر دي. اوس موږ د فزیکي شیانو د جوړولو خبرې کوو. نو په اصل کې به موږ د فزیکي شیانو یوه ویکیپیډیا جوړو.»

پاروېن وویل چې اوس دغه پروژه په لومړۍ مراحلې کې ده. خو هغه دا هم وویل چې تمه لري چې خلګ به په دې کې دلچسپي وښيي او د داسې کورونو جوړلو ته لاره هواره شي چې جوړول یې خاصو مهارتونو ته ضرورت و نه لري.

XS
SM
MD
LG