د لاس رسي وړ اتصالات

نن د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم تاریخي سفر پیلیږي


د کرکټ ملي ټیم د کپتان نبي عیسي خیل او د مرستیال نوروز منگل په مشرۍ کابل نه اسټرالیا ته روانیږي.

د نړیوال کپ په سیالیو کې په پنځلسو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسرخان ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، ګلبدین نائب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب علم، جاوید احمدي او عثمان غني برخه لري.

..

افغانستان وړم کال د کرکټ نړیوال کپ ته لاره ومونده او د اسوشیټ هیوادونو په منځ کې د اسټرالیا او نیوزلینډ په لوبغالو کې به د لومړي ځل لپاره د کرکټ د پنځوس اوریزو لوبو په نړیوال کپ کې ولوبیږي.

د نړیوال کپ په سیالیو کې په پنځلسو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسرخان ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، ګلبدین نائب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب علم، جاوید احمدي او عثمان غني برخه لري
د نړیوال کپ په سیالیو کې په پنځلسو لوبغاړو کې اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسرخان ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، ګلبدین نائب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، افتاب علم، جاوید احمدي او عثمان غني برخه لري

د کرکټ نړیوال کپ د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ د میاشتې په څلورمه پیلیږي، له لسو ټسټ هیوادونو پرته افغانستان ایرلینډ، سکاټلینډ او عربي متحده امارات پدغه نړیوال جام کې لوبیږي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه له بنګله دېش سره د فبرورۍ په اتلسمه د اسټرالیا په پلازمینه د کانبیرا په لوبغالي کې لري، وړاندې تر دې هم افغانستان د بنلګه دېش لوبډله په ایشا کپ کې ماته کړې وه.

د افغانستان دوهمه لوبه له سریلانکا سره د فبرورۍ په دوه ویشتمه ده، افغانستان وار دمخه په ایشا کپ کې له سریلانکا سره مخ شوی وو، چې ماتې یې خوړلې وه.

د افغانستان درېیمه لوبه له سکاټلینډ، څلورمه د کرکټ د درې ځلو لوبو اتل کوربه اسټرالیا، پنځمه هم له بل کوربه نیوزيلینډ او وروستۍ له انګلینډ یا انګلستان سره ده.

پدې ډول به افغانستان په نړیوال کپ کې له پياوړو کرکټ لوبډلو سره ولوبیږي، افغانستان وار دمخه په عربي متحده اماراتو کې له اسټرالیا سره لوبه کړې ده.

د کرکټ د لوبې ماهرین وايي، دا چې د اسټرالیا او نیوزلینډ پیچونه تېز او د تېزو بالرانو ملاتړي دي، نو افغانستان ته پداسې پیچونه تمریناتي لوبې او تمرینونه په کار دي

افغانستان به د رسمي سیالیو نه مخکې د هند او عربي اماراتو د ټیمونو سره یوه یوه غیر رسمي تمرینی سیالي هم ترسره کوي

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي ویلي دي چې دی په خپلو لوبغاړو ډیر باور لري او د خپل تر اخري توانه به غوره لوبه کوي او هڅه به کوي چې د نړۍ او ولس په هیلو پوره وخیژي
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي ویلي دي چې دی په خپلو لوبغاړو ډیر باور لري او د خپل تر اخري توانه به غوره لوبه کوي او هڅه به کوي چې د نړۍ او ولس په هیلو پوره وخیژي

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم دې نه وړاندې د شل اوریزو لوبو په درېو نړیوالو جامونو کې برخه اخیستې ده. د کرکټ نړیوال جام سیالۍ چې په کال ١٩٧٥ کی د انگلستان نه پیل شویدي، ټولو نه زیاتې د اسټرایلیا ټیم گټلي دي ،چې څلور ځله قهرمان شویدی .هندوستان او ویسټ انډیز دوه ځله گټلی دی. یو ځل پاکستان او سري لنکا ته دغه ستر جام پورته کړیدی. تراوسه د کرکټ اصل موسیس یعني انگلستان دغه جام نه دی گټلی.

دا دویم ځل دی چې د کرکټ د نړیوال جام سیالۍ په اسټرایلیا او نیوزیلینډ کې کیږي. دا سیالۍ به د مارچ تر نهه ویشتمې نیټې دوام لري. د څوارلس ټیمونو ترمنځ به سیالۍ کیږي. اووه اووه ټیمونه به لومړۍ د یو بل سره یوه یوه سیالي کوي.

دوي نه به څلور ټیمونه بل پړاو یا کوارټر فاینل ته ووځي. چې بیابه د مقابل گروپ د څلورو ټیمونو سره مخامخ کیږي. هر ټیم چې بریالی کیږي ،نو هغه به نیمه پای لوبه یا سیمي فاینل ته ځي. د نړیوال جام فاینل د مارچ په نهه ویشتمه میلبورن کې دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي ویلي دي چې دی په خپلو لوبغاړو ډیر باور لري او د خپل تر اخري توانه به غوره لوبه کوي او هڅه به کوي چې د نړۍ او ولس په هیلو پوره وخیژي.

XS
SM
MD
LG