د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: تر اوسه اوکراین ته د وسلو د ورکولو پریکړه نده شوې


ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره وکتل
ولسمشر اوباما د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره وکتل

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي چې په اوکراین کې د روسیې «تیری» دوام لري او ده تر اوسه یې اوکراین ته د وسلو د ورکولو پریکړه نه ده کړې.

ولسمشر اوباما چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل سره په ګډ خبرې کنفرانس کې خبرې کولې وویل روسیې د اوربند د موافقتنامې نه، چې د سپټمبر په میاشت کې لاسلیک شوې ده، سرغړونې کړي.

ښاغلي اوباما وویل چې روسیې د بیلتون غوښتونکو د ملاتړ په غرض اوکراین ته ټانکونه او درنې وسلې استولې دي.

اوباما وویل چې اوکراین ته د دفاعي مرګانیو وسلو د ورکولو مناسب وخت لا مشخص نه دی. خو هغه زیاته کړې ده چې «زموږ د دې جاج اخلو چې څنګه وکړای شو چې روسیه په اوکراین کې د لا ډیرې خاورې د لاندې کولو نه راوګرځو.»

ولسمشر اوباما وویل چې دی او د جرمني صدراعظمه میرکل د اوکراین د بحران د حل لپاره دیپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي.

هغه وویل چې دواړو په دې موافقه کړې چې تر هغو چې روسیه په اوکراین کې خپل اوسني چلند بدل نه کړي نو په دغه هیواد باندې به لګول شوي بندیزونه لېري نه شي او بندیزونه به په خپل قوت پاته شي.

د جرمني صدراعظمې وویل چې هیله کوي چې د اوکراین د بحران لپاره به د جل دیپلوماتیکه لاره پیدا شي. هغې دا خبره بیا تکرار کړه چې د جګړې د ختمولو لپاره د حل پوځي لاره نه شته.

ولسمشر اوباما وویل چې دواړه، دی او انګیلا میرکل، په دې ټینګار کوي چې د نظامي لارې نه د اوکراین د جګړې د ختمولو چانس ډیر کم دی.

ولسمشر اوباما د اوکراین د بحران په اړه د اطلس د سمندر د دواړو خواو د هیوادونو ترمنځ په یووالي ټینګار وکړ او د دغه خبرې په مهال انګیلا میرکل هم د تائید په بڼه خپل سر ورته ښوراوه.

د یکشنبې په ورځ، د جرمني صدراعظمې، د اوکراین ولسمشر پیټرو پوریشینکو، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ د ټلیفون کنفرانس له لارې خبرې وکړي.

دغو څلورو مشرانو فیصله کړې چې د مینسک په ښار کې به مخامخ سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG