د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د اوربند په اړه موافقه وشوه


په مینسک کې د پنجشبنې په سهار هم خبرې روانې وي.
په مینسک کې د پنجشبنې په سهار هم خبرې روانې وي.

د اوکراین، روسیې، جرمني او فرانسې مشرانو د اوکراین په ختیځ کې د اوربند په سر موافقه وکړه. موافقه د ۱۶ ساعتونو خبرواترو وروسته وشوه.

د دغو مشرانو ترمنځ خبرې اترې د چهارشنبې په ورځ پيل شوي او د پنخشبنې په سهار یې هم دوام پيدا کړ.

اوبند به د فبروري د میاشتې په ۱۵ نیته، چې د دوشنبې ورځ کیږي نافذ شي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین وویل چې په خبرو کې دخیل اړخونو «په عمده مسایلو موافقه ته رسیدلې دي.»

ویل کیږي چې د روسیې طرفدارو بیلتون غوښتونکو هم دغه موافقه منلې ده.

خو ټولو اړخونو په جلا خبرې کنفرانسونو کې په دې هم ټینګار کړی چې ټول اختلافات لا نه دې حل شوي.

د چهارشنبې په ورځ، که له یوې خوا د دغو څلور مشرانو ترمنځ خبرې اترې کیږي، بلې خوا ته بیا د اوکراین په ختیځ کې خونړۍ جگړې رواني دي.

د دونتیڅک په ښار کې، چې د بیلتون غوښتنکو په ولکې کې دی، لږ تر لږه دوه کسه هغه وخت ووژل شول چې د توپ یوه مرمۍ د بس موټرونو په یوه سټېشن کې ولگېده.

د اوکراین د پوځ چارواکو ویلي دي چې د دیبالت سېف ښار ته نژدې د بیلتون غوښتونکو په بریدونو کې لږترلږه ١٩ عسکر وژل شوي او ٧٨ تنه نور زخمي شوي دي.

مخکې له دې چې د چهارشنبې په ورځ د مشرانو غونډه پیل شي، د یوکراین جمهورئیس پیترو پوروشینکو وویل چې اوکراین او د اروپایي اتحاد مشران به «په یوه آواز» خبرې وکړي.

هغه د غونډې نه مخکې وویل چې غونډه د جگړو د ختمولو وروستی چانس دی.

ښاغلي پوروشینکو د سې شنبې په ورځ وویل چې که حالات نور هم پسې خراب شي نو دی به په ټول ملک کې مارشالا یا پوځي حکومت اعلان کړي.

له بلي خوا په اروپا کې د امریکا د پوځ قوماندان ویلي دي چې د روسیې عسکر د دیبالت سېف په جگړو کې مستقیما برخه لري.

XS
SM
MD
LG