د لاس رسي وړ اتصالات

واورې امریکا کې دفترونه تړلي٬ ترانسپورت یې اغیزمن کړی


په واشنګټن ډی سي کې د ۳۰ سانتي متره واورې پیشبیني شوې ده.
په واشنګټن ډی سي کې د ۳۰ سانتي متره واورې پیشبیني شوې ده.

د امریکا په ختیځو ایالتونو کې د ژمي یو بل توپان راروان دی. د امریکا د هوا پيژندني ملي اداره وايي چې دا ځل به د ۱۵ نه تر ۳۰ سانتي مترو پورې واوره واوري.

د واورې سربیره، د امریکا ختیځ ایالتونه بې ساري یخني هم وهلي دي.

په واشنګټن ډي سي کې هوا سړه ده، سخت شمال دی او د حرارت درجه هم منفي ۱۵ ته رسیدلې ده.

په واشنګټن ډی سي کې د واورې د اوریدو پشبیني شوې ده او د ۳۰ سانتي متره واورې لپاره امادګي نیول شوې ده. د واورې او یخې هوا له کبله په واشنګتن کې ټول دولتي دفترونه د سه شنبې په ورځ٬ رخصت اعلان شول.‌

په مرکزي او د اطلس سمندر ته نږدې د امریکا په منځني ایالتونه کې به د سږکال لومړنۍ واورې واوري.

د ټینسي د ایالت د نشویل د ښار د پولیسو مشر سټیف اندرسن وویل چې «موږ د خراب حالت [سره د مقابلې] چمتوالۍ لرو.»

اندرسن زیاته کړه چې «موږ د ټولو نه غوښتنه کوو چې په خپلو کورنو کې پاته شي او سړکونو ته دې نه راوځي. . . . موږ دا پشبیني کړې ده چې د سړکونو وضعیت به ډیر خراب وي.»

د امریکا شمالي ایالتونه بیا د څو اونیو راهیسې د ژمي یخې هوا او واورو ځپلې دي. په ځینو سیمو کې خو تر دوو مترو نه ډیره واوره شوې ده. د نورې واورې د اوریدو پشبیني هم شوې ده.

د مېن د ایالت یوه اوسیدونکي وویل چې «دغه یو لږ څه ستومانه کړلو، زما مېن خوښیږي، زما ژمی خوښیږي. خو د سږکال ژمی بیا [په دې اړه] پوښتنې پیدا کوي.»

د باسټن په ایالت کې تر اوسه د ۲.۴ مترو پورې واوره شوې ده او پیشبیني شوې ده چې تر پنجشنبې پورې به ۲۰ سانتي متره نوره واوره هم وشي.

په باسټن کې په سړکونو باندې تګ راتګ مشکل شوی دی، پروازونه ځنډول شوي دي، د یو شمیر کورونو چتونه نړیدلي دي او ښوونځي او کاروبارونه تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG